د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې دوی نور په سوریه کې د نفتي څاګانو د ساتنې مسوولیت نه لري. یاد وزارت ویلي چې دوی به له دې وروسته په دغه هېواد کې له داعش ډلې سره د مبارزې مسوولیت پر غاړه ولري او نور نه شي کولی د سوریې د نفتي څاګانو ساتنه وکړي. پنټاګون دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکا په وار وار د یو شمېر هېوادونو له لوري د سوریې د نفتو پر لوټلو تورنه شوې ده او له دغه هېواده غوښتل شوي دي چې باید د خپلو مسوولیتونو په درک کولو سره د سوریې د عامه شتمنیو له لوټلو لاس واخلي.
































