د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشر جو بایډن اړیکې ته بې صبرانه منتظر دی. نتانیاهو ویلي، تمه لري چې بایډن هر څه ژر ورسره اړیکه ونیسي او مخکې تر دې چې له نوموړي سره پر ډېرو حساسو مسائلو له نږدې خبرې وکړي ورسره پر ټلفون خبرې اترې ولري. نتانیاهو ویلي، جو بایډن چې د نړۍ له یو شمېر رهبرانو سره یې خبرې اترې کړې دي، دی نه پوهېږي چې ولې یې ده ته ټلفون نه دی کړی. هغه ټینګار کړی دی چې د اسراییل او امریکا اړیکې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې ډېرې پیاوړې دي خو په دې هم پوهېږي چې ښایي په ډېریو مواردو یو بل سره د نظر همغږي ونه لري. د چارو شنونکي بیا وایي، د ټرمپ د ملګري نتانیاهو له څرګندونو یو ډول وارخطایي ښکاري او دا وارخطایي له دې امله ده چې دی فکر کوي، ښایي له ټرمپ سره د نږدې اړیکو له کبله د امریکا د نوې ادارې له نظره ولوېږي.
































