د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، هر هغه روغتون چې د ټپي او د هغه د پایوازانو د هویت له ثبت څخه پرته د ټپي درملنه وکړي د جرم شریک او مجرم دی. نوموړي د سهار شپږنیمو بجو جلسه کې ویلي، چې روغتونونه باید ټولې پېښې او د جرم قضیې ثبت او په همدې توګه مجبور دي چې ټولې قضیې له چارواکو سره شریکې کړي. نوموړي دغه راز د کابل د سروبي ولسوالۍ په اړوندو کې د ملګرو ملتونو پر موټریز کاروان د طالبانو برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې طالبان د دې او نورو جرمونو په کولو سره د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د خپلو جرمونو قضیه نوره هم لویوي.
































