داعش ډله چې په افغانستان کې یې د افغان ځواکونو، امریکایي نظامیانو او طالبانو تر سختو بریدونو او فشارونو لاندې په بشپړه توګه د له منځه تلو راپورونه ورکړل شول، اوس تازه د امریکا نظامي او اطلاعاتي چارواکو ویلي چې دا ډله پراخو بریدونو ته د چمتوالي په حال کې دي. د داعش خراسان ډله چې تر ډیره یې فعالیتونه د افغانستان مربوط کېږي تېر کال یې د انزوا راپورنه ورکړل شوي وو اوس بېرته د رشد په حال کې ده. امریکایي چارواکي وایي، دغې ډلې تېر کال په ننګرهار او کونړ کې تر پراخو فشارونو لاندې د جګړې وړتیا له لاسه ورکړه او تر نیمایي ډېر وسله وال یې ووژل شول خو اوس بېرته د راپورته کېدو په حال کې ده. د امریکایي چارواکو په خبره، د داعش ډلې په اړه تازه اطلاعات دا دي چې د دغې ډلې د وسله والو شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته راټیټ شوی، له همدې امله یې جګړې کمې کړې خو ښایي یو ځل بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
































