جمعه, مې 16, 2025
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    پروان کې د ۲۲ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې بشپړې شوې

    بامیانو کې د نجونو یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوې

    فراه کې د خوارځواکو ماشومانو لپاره یو ۱۰ بستریز مرکز جوړېږي

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۵۰ افغانان خوشې شوي

    د کډوالو سرپرست وزیر د ځوانانو چارو له معین سره کتلي دي

    خوست کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی

    هرات؛ د ګذرې ولسوالۍ ښاروالۍ تېرکال ۶۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

    اوچا: افغانستان کې مو د بشري مرستو اندازه کمه شوې ده

    اقتصادي مرستیالۍ: د ا.ا لوړپوړی پلاوی کازان ښار ته رسېدلی

  • سیمه
    د پاکستان مرکزي بانک: د اوږدې مودې پور دویم قسط مو ترلاسه کړی

    عراقچي: له امریکا سره څلورم پړاو مذاکرات جدي او روښانه و

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    د پاکستان په پنجاب او د هند په جمو کې تعلیمې ادارې رخصت شوې

    بلوچستان ایالت؛ وسله‌والو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي

    پنجاب کې د تندر پرېوتو له امله څلور تنه مړه شوي

    ټریبیون: د پاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی

  • نړۍ
    ټرمپ؛ د قطر له امیر سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا هوکړې لاسلیک کړې

    ډونالډ ټرمپ له ریاض وروسته دوحې ته روان شو

    ټرمپ او احمد الشرع په سعودي عربستان کې سره کتلي دي

    سعودي عربستان؛ امریکا کې د ۶۰۰ میلیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې

    یونیسف: د غزې اوسېدونکي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي

    این بي سي: ترمپ خپل لومړی بهرنی سفر له سعودي عربستانه پیل کړ

    زېلېنسکي: پوتین سره ترکیه کې خبرو ته چمتو یم

    روسیې له اوکراین سره د مستقیمو مذاکراتو وړاندیز کړی

  • اقتصاد
    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

    د عبدالطیف منصور په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته ولاړ

    افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

    د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی

    د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا خبرې شوې دي

    غزني کې د ممیزو د ۳۰ خونو جوړولو چارې پيل شوې

    تېر کال د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوي

    هرات کې د متشبثینو لپاره صنعتي ښارګوټی جوړیږي

    تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۹۰ زره ټنه انتقالات شوي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

د کابل هر سهار په چاودنو پیلېږي!

لیکنه: د ستراتيژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 15, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
د کابل ښار نننیو چاودنو اوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
25
شریک شوی
62
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

له تېرو څلورو میاشتو راهیسې نږدې هر سهار پلازمېنه کابل د یوې او یا څو بمي چاودنو یا تروریستي پېښو شاهد وي. په دغو چاودنو کې د پخوا په پرتله تر ډېره ټولنیز مشران، مدني فعالان او خبریالان په نښه کېږي. د همدې چاودنو په لړ کې تېره اونۍ د دلوې میاشتې په ۱۴مه د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا رییس دوکتور محمد عاطف هم په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو، چې پړه یې لا تر اوسه هېچا پرغاړه نه ده اخیستې. افغان حکومت نه يوازې پر ښاغلي دوکتور محمد عاطف چاودنه وغندله؛ بلکې د چاودنې پړه یې پر طالبانو واچوله؛ مګر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر دوکتور محمد عاطف تر چاودنې څو ساعته وروسته ياده حمله په کلکو ټکو وغندله او دا کار یې د یوې خبیثې کړۍ کار یاد کړ. بلخوا د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب چې د خواخوږۍ په پار د جمعیت اصلاح مرکزي دفتر ته ورغلی و، پر دوکتور عاطف چاودنه د هېواد د دښمنانو کار ګڼلی او ژمنه یې کړې، چې عاملین به یې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

دا چې په دې وروستیو کې ولې ټولنیز فعالان او کلیدي ملي شخصیتونه د چاودنو ښکار ګرځي، د CSRS تحلیل په دې ګڼه کې مو د یادې موضوع شننه کړې ده.

وروستیو چاودنو ته ځغلنده کتنه

له تېرو څلورو میاشتو راهیسې چې د دوحې تړون له مخې خپلمنځي خبرې‌اترې د څو میاشتني ځنډ ترڅنګ د تېر کال په سپټمبر میاشت کې پیل شوې، کابل د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله نږدې هر سهار د یوې او یا څو چاودنو شاهد وي. د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې پر غیرنظامي کسانو باندې چې تر ډېره ټولنیز فعالان او خبریالان پکې شامل دي، حملې او چاودنې درې برابره زیاتې شوې دي. د خپلمنځي خبرواترو په دغه حساس پړاو کې د چاودنو او تاوتریخوالي زیاتېدو، عام افغانان دې ته ډېر اندېښمن کړي، چې د سولې دغه په لاس راغلی فرصت ښايي د ځینو ځانګړو کړیو د شخصي ګټو لپاره له منځه لاړ شي. بلخوا ځینې ټولنیز فعالان او خبریالان د وروستیو ناامنیو له امله د خپل ژوند ژغورلو په خاطر ان د هېواد پرېښودو ته هم اړ شوي دي. دا ځکه چې یوازې په تېرو څو میاشتو کې پنځه خبریالان (یما سیاوش، الیاس داعي، ملاله میوند، رحمت الله نیکزاد او بسم الله قرلق) په تروریستي پېښو کې ووژل شول. له دې پرته په ځانګړي ډول هغه ټولنیز شخصیتونه چې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره د کار کوشش کوي، د يوې نامعلومې کړۍ له لوري په نښه کېږي، چې دې کار کې يې د سولې د روانې پروسې له سبوتاژکولو پرته بله موخه نه لیدل کېږي. د دغو شخصيتونو  په کتار کې د دوکتور محمد عاطف تر څنګ، دوکتور عبدالباقي امین، وحید مژده او مولوي ایاز نیازی هم یادولی شو.

دوکتور محمد عاطف څوک و؟

د معلوماتو له مخې، دغه علمي او اکاډمیک شخصیت دوکتور محمد عاطف د افغانستان د تخار ولایت په بنګي سیمه کې زېږېدلی و، لوړې زده‌کړې یې د هجرت پر مهال په پېښور پوهنتون کې د مقارنة الادیان په برخه کې د ماسټرۍ او (اېم فېل) تر کچې سرته رسولې وې او د استادۍ مقدسه دنده یې هم د مهاجرو افغانانو په مختلفو پوهنتونونو کې تر سره کړې ده. شپږ کاله یې د جمعیت اصلاح رياست پرغاړه و. څو کاله وړاندې يې د سلام پوهنتون د کندز څانګې د رییس په توګه هم دنده تر سره کړې. دوکتور محمد عاطف له دریو کلونو راهیسې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا ریاست چې د هېواد د ملي شخصیتونو په وینا د افغانستان په کچه یو ډېر منظم، د دین او ولس خدمت او چوپړ ته يو ژمن ملي خوځښت دی، هم پرغاړه درلود.

مرحوم دوکتور محمد عاطف په داسې حال کې ووژل شو، چې د ژوند په وروستيو کې يې هم د پورتنیو ارمانونو لپاره هڅې کولې او همدا لامل و، چې د هېواد او پلازمینې په تاریخ کې يې د جنازې مراسم دومره شانداره او بې‌ساري وو، چې په زرګونو کسانو پکې ګډون درلود او په پلازمینه کابل کې په ډېر منظم او عالي شکل تر سره شول. همدارنګه د دوکتور محمد عاطف وژنه د افغانستان تر څنګ د نړۍ سیاسي، علمي، دیني او ټولنیزو شخصیتونو یو ستر جنایت وباله او د نوموړي وژنه یې نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ستره ضايعه او يو ستر ناورین یاد کړ.

د مرحوم محمد عاطف په جنازه کې د هېوادوالو پراخه ګډون دا څرګنده کړه، چې نوموړی د هغه خوځښت سرلاری و، چې په افغان ولس کې ژورې ریښې لري او يوازينۍ موخه یې هېواد ته رښتینی خدمت‌کول دي. په همدې خاطر د دوکتور محمد عاطف وژل‌کېدل په ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخه کچه وغندل شول، تر دې چې حکومتي او ملي شخصیتونو د نوموړي د فکري لارې تعقیبول د هغه د ارمان پوره‌کولو لپاره  لازم کار وباله.

د دکتور عاطف د فاتحې په مراسمو کې چې د جمعیت اصلاح افغانستان په مرکزي دفتر کې د دریو ورځو لپاره تر سره شول، د ملي پخلاینې د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار او ډېرو نورو حکومتي چارواکو تر څنګ، د طالبانو د اسلامي تحریک پخوانیو غړو او ډېرو مطرح سیاسي څېرو او ملي شخصیتونو هم ګډون کړی و.

له بده مرغه د هدفي وژنو په لړ کې د دکتور عاطف په څېر ملي شخصیت چې د سولې، تعلیم او نورو خیریه کارونو لپاره یې د هېواد ګوټ ګوټ ته له کوم ساتونکي او زرهي موټر څخه پرته سفرونه کول او د هېواد بیارغونه، تلپاتې سوله او د ځوان نسل سمه روزنه او تعلیم يې له سترو ارمانونو څخه وو، هم له منځه یوړل شو.

هدفي وژنې د سولې د سبوتاژکولو بله وسیله!

د دوحې د تړون له مخې، طالبان او افغان حکومت باید خپلمنځي خبرې هم پرمخ یوسي؛ خو د خپلمنځي خبرو د پروسې له پيله تر دې دمه د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د کړنلارې په اړه له توافق پرته د دغو خبرو بله کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه تر سترګو کېږي. بل خوا د دوحې له تړون وروسته جګړو لاپسې زور اخیستی او په دواړو لوریو کې یې قربانیان یوازې افغانان دي. د خپلمنځي خبرواترو د لومړي پړاو په وروستیو کې د اوربند او لنډمهالي حکومت د رامنځته‌کېدو غوښتنې هم مطرح شوې؛ خو د دويم پړاو له پيله تر اوسه د دواړو لوريو ترمنځ نه کومه ناسته شوې او نه د پرمختګ کوم څرک تر سترګو کېږي. سره له دې طالب پلاوي روسیې او د سیمې ځینو نورو هېوادونو ته سفرونه پيل کړل او د افغان حکومت پلاوي بیا ادعا وکړه، چې له یوې اونۍ انتظار وروسته لا هم طالب پلاوی رسمي خبرواترو ته نه حاضریږي. ښايي د اوربند او لنډمهالي حکومت موضوع‌ هغه څه وي، چې دواړه لوري یې له خبرواترو څخه په شا کړي وي. دا ځکه چې د طالبانو د قطر دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي روسیې ته د سفر پر مهال په ډاګه کړې وه، چې هغوی سولې ته چمتو دي؛ ولې په دې شرط چې ولسمشر محمد اشرف غني له واکه لاس په سر شي؛ خو افغان حکومت بیا د اوربند غوښتنه کوي او د واک تر لاسه‌‌ کولو لپاره یوازینۍ لاره ټاکنې مطرح کوي.

بل خوا د خپلمنځي خبرواترو د دغه نامعلوم ځنډ په لړ کې په امریکا کې د جوبایډن په مشرۍ د نوې ادارې چارواکو د افغان حکومت په مرسته د دوحې د تړون ارزول اعلان کړي دي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جګ سولیوان بیا ویلي دي، چې د دوحې تړون له مخې به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د هوکړې له ارزولو وروسته او شرایطو ته په کتو تر سره شي. د ګانګرېس لخوا د افغانستان د حالاتو څارونکې ډلې هم وړاندیز کړی، چې تر راتلونکې مې میاشتې دې د پوځیانو د وتلو وروستۍ موده وغځول شي. دا وړاندیز یې هم کړی، چې امریکا باید افغان سولې ته ژمنه پاتې شي. د څېړونکې ډلې په وینا، که پوځیان اوسمهال ووځي، ښايي حالت ډېر خراب لوري ته لاړ شي. همدارنګه ځینو نورو امریکايي چارواکو څرګنده کړې، چې حالاتو ته په کتو او د شرایطو پر بنسټ به د ځواکونو وتل نه یوازې په افغانستان کې د سولې له راتګ؛ بلکې ان په سیمه کې به د امریکا د ګټو له خونديتوب سره هم مرسته وکړي.

 په دغسې یو حالت کې چې طالبان د ولسمشر محمد اشرف غني له واکه لرې کېدل غواړي، افغان حکومت مخکې له کوم ښه پرمختګ څخه د اوربند رامنځته‌کېدو غوښتنه کوي او امریکا بیا د دوحې تړون د ارزونې خبره، نو دغو ټولو تناقضاتو د خپلمنځي خبرواترو د پلاوو ترمنځ د رسمي ناستو پر وړاندې یو خنډ رامنځته کړی دی.

د سولې په دغسې یو بې‌ساري فرصت کې هدفي وژنې نه يوازې د اړوندو لورو ترمنځ نورې بې‌باورۍ رامنځته کوي، ان د بهرنیو ځواکونو پاتې‌کېدو ته هم بهانې جوړولی شي. طالبانو بیا له افغانستان څخه په خپل وخت د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په غبرګون کې د هغوی پر وړاندې د بيا جګړې پیلولو ګواښ کړی، چې پایله یې یوازې د سولې پروسې پر غځېدو او یا له منځه تللو راڅرخېدلی شي او عام افغانان په دغسې نازکو حالاتو کې د راتلونکې په اړه د پخوا په پرتله ډېر اندېښمن ښکاري.

هدفي وژنې یوازې په غندلو او جنایت ګڼلو له منځه نه شي تللای، نو لازمه ده، چې ټولنیز او ملي شخصیتونه، مدني فعالان او سیاسي لوري د هدفي وژنو پر وړاندې په خپلو کې متحد او یو موټی شي.

سره له دې چې افغان حکومت او طالبان د اوسنیو هدفي وژنو غندنه کوي او پړه یې پرغاړه نه اخلي؛ خو په دواړو لوريو دا  لازمه ده، چې د هغو کړیو په رسوا کولو کې چې هدفي وژنې تر سره کوي، لازم او اړوند ګامونه پورته کړي. د دوکتور عاطف د جنازې په مراسمو کې په زرګونو راټولوشوو کسانو د جګړې پر دواړو خواوو غږ وکړ، چې د سولې د راتګ لپاره دې خپل ګامونه ګړندي کړي او پر افغان حکومت یې پړه واچوله، چې له یوې خوا ځان د خلکو د امنیت په برخه کې واکداره ګڼي، له بلې خوا د دوی د امنیت په تامینولو کې تر ډېره پاتې راغلی. راټولو شوو کسانو د مرحوم عاطف د وژنې په اړه د عدالت غوښتنه، د هدفي او ځنځیري وژنو د لړۍ بندېدل او هېواد ته د عادلانه او عاجلې سولې راتګ د خپلو بنسټیزو غوښتنو په توګه مطرح کړې. نو که چېرې هدفي وژنې په همدې توګه دوام پیدا کړي، بيا د بین‌الافغاني خبرو د لا غځېدو تمه له امکان څخه لرې خبره نه ده او په دې توګه به یې ګټه یوازې هغه چا ته ورسېږي، چې د سولې د روانې پروسې سبوتاژکول غواړي. اسلامي هېوادونه او په تېره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او نړیواله ټولنه د هدفي او ځنځیري وژنو د پای ته‌ رسولو په پار بايد د جګړې په ټولو لوريو فشار راوړي، څو په افغانستان کې روان ناورین پای ته ورسېږي او افغان ولس هره ورځ خپل سهار له چاودنو پرته پیل کړي.

Share10Tweet6Share3
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • 9.7k Subscribers
  • Trending
  • Comments
  • ورستی
نن او سبا ورځ په يو شمېر ولایتونو کې د واورې اورېدو اټکل شوی

دسمبر 11, 2023
افغانستان بانک د پیسو ترلاسه کولو په برخه کې نوي بدلونونه راوستلي

نوومبر 30, 2023
پکتیا کې پاکستان ته غځېدلې لار وتړل شوه

پکتیا کې پاکستان ته غځېدلې لار وتړل شوه

نوومبر 2, 2023
د کار موندنې خبرتیا!

د کار موندنې خبرتیا!

جون 11, 2020
پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

0
د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

0
افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

0
د اورکم لومړۍ ورځ، خوښۍ او اندېښنې

د اشرف غني له پښو ښویېدونکې ځمکه

0
پنځه لويې پروژې به د چین ـ سيلاک د ګډ برخلیک ټولنه وهڅوي

مې 15, 2025
دینګ شیوه شیانګ د ۲۰۲۵ کال د ډیجیټلي تعلیمي نړیوال کنفرانس په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

امريکا پر چيني توکو لګېدونکې تعرفې تعدیل کړې

بېجينګ: په بې اعتباره شرکتونو کې د ۱۷ امريکايي شرکتونو شاملېدل ځنډوو

وروستي خبرونه

پنځه لويې پروژې به د چین ـ سيلاک د ګډ برخلیک ټولنه وهڅوي

پنځه لويې پروژې به د چین ـ سيلاک د ګډ برخلیک ټولنه وهڅوي

مې 15, 2025
دینګ شیوه شیانګ د ۲۰۲۵ کال د ډیجیټلي تعلیمي نړیوال کنفرانس په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

دینګ شیوه شیانګ د ۲۰۲۵ کال د ډیجیټلي تعلیمي نړیوال کنفرانس په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

مې 15, 2025
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist