د عراق په اربیل کې په یوه راکیټي برید کې څلور امریکایي عسکر ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې تېره شپه د عراق په اربیل کې پر څو سیمو راکیټي بریدونه شوي دي. تر ډېره دغه بریدونه د اربیل پر هوایي ډګر، ديپلوماتیکه سیمه او نظامي مرکزونو شوي دي. څو راکیټيونه په دیپلوماتیکه سیمه کې د امریکا او چین له کونسلګریو سره لګېدلي دي. بلخوا ویل کېږي چې په دې بریدونو کې یو کس وژل شوی او پنځه کسه نور ټپیان دي. په ټپیانو کې څلور یې امریکایان دي. دا پېښه د امریکا له غبرګون سره هم مخ شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه بریدونه غندلي او په وینا یې دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو سرتېرو د ساتنې لپاره هڅې ډېروي.
































