د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۱۵۱۸۴۴۸ کسان په کرونا اخته شوي دي، چې ۸۸۴۵۷ یې مړه کړي او ۳۳۰۳۹۲ کسه بېرته ترې جوړ شوي دي. په امریکا کې د مړینې شمېره ۱۴۷۸۸، په هسپانیه کې ۱۴۷۹۲، په ایټالیا کې ۱۷۶۶۹، په فرانسه کې ۱۰۸۶۹، په برېتانیا کې ۷۰۹۷، په ایران کې ۳۹۹۳ او په چین کې بیا ۳۳۳۵ کسه تر دې دمه کرونا ویروس مړه کړي دي. تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې په دغه ویروس اخته دي چې شمېره یې ۴۳۴۹۲۷ ته رسېږي. دویم هېواد هسپانیه ده چې ۱۴۸۲۲۰ کسه پکې په دغه ویروس اخته شوي دي.