روسیه وایي دوی د افغان سولې په اړه د سیمې له هېوادونو سره په بحثونو بوخت دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې له هندي چارواکو سره کتلي دي. دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. سرګي لاوروف ویلي دوی د افغان سولې په اړه د سیمې له هېوادونو سره په خبرو بوخت دي او هڅه کوي طالبان دې ته تیار کړي چې د جګړې په پای ته رسولو کې هڅې ډېرې کړي. نوموړي همدا راز ویلي چې د افغان سولې په تړاو د پاکستان او مسکو اړیکې هم ډېرې شوې دي چې باید هند یې په اړه اندېښمن نه وي. لاوروف وایي روسیه غواړي سیمه په راتلونکې کې له یوه احتمالي خطر وژغوري له همدې امله یې د سیمې له هېوادونو سره بحثونه پيل کړي دي.
































