سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

څنګه خپلې موخې وپېژنو؟

ژباړه: حامد احمدزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 22, 2021
in روغتیا او ژوند
0
څنګه خپلې موخې وپېژنو؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

ایا کله مو داسې فکر کړی چې خپل ځان درنه ورک وي او یا مو هم په ژوند کې یوڅه کم دي؟ ممکن تاسو وغواړی چې په خپل ځان او ژوند کې پراخ بدلون رامنځته کړی، خو دغه بدلون څه ډول رامنځته کولی شو؟ ډېری کسان په ژوند کې له بېلابېلو څیزونو سره ډېره مینه او علاقه لري، خو کله چې ورته رسیدلی نشي، نو بیا ناهیلي شي او ژوند ورته ستونزمن شي.
ستاسو په ژوند کې تر ټولو ښې ورځې ستاسو د پيدایښت او بله هغه ورځ ده چې پوه شی له ژونده مو موخه څه ده، خو که په دې پوه نشی چې موخه مو څه ده او د څه لپاره دې دنیا ته راغلي يی؛ بیا ژوند کیدای شي درته سخت شي.
په دې لیکنه کې مو همدې ټکو ته اشاره کړې چې څنګه کولی شو په ژوند کې خپلې موخې وپيژنو.
زه دا احساس ښه پيژنم. په ډېرې سختۍ سره مې دا هڅه کوله څو خپله موخه پیدا او وپيژنم، خو په وجود کې مې یو ډول شور دننه ځورولم، ځینې کارونه وو چې له هغو مې کرکه درلوده، د بېلګې په ډول، له خاورو او دوړو ډکه هوا او د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه! خو هغه څه مې چې غوښتل، هغه له ژوند او کار سره زیاته مینه وه.
ما هره ورځ له ځان سره د خپلې موخې موندلو لپاره مبارزه کوله، خو کله مې چې یو ګام وروسته واخیست او پوه شوم چې زما هدف هغه څه نه و چې په خپل ذهن او فکر کې مې لټوو؛ فکر مې وکړ کیدای شي اصلي ستونزه دا نه وي چې زه نه پوهیږم موخه مې څه ده؛ اصلي خبره دا ده چې څنکه پوه شم چې دا زما اصلي موخه ده.
موږ نشو کولی هغه څه چې غواړو یوازې په خپل ذهن کې رسم کړو، څو چې لاس پکار نشو موخو ته رسېدل ستونزمن کار دی، یانې هغه څه چې غواړو باید د لاسته راوړلو لپاره یې قدم واخلو او هغه څه چې مو نه خوښیږي؛ له خپلې مخې یې لرې کړو. که د موخې په لټه کې یاست، دا خبرې پرېږدئ چې غواړم دا کار سبا او یا هم کله چې وخت پيدا کړم بیا به یې وکړم؛ ښه ده چې همغه شیبه لاس پکار شئ.
۱ـ لاس پکار شئ
دا په یاد ولرئ هر څومره ژر چې اقدام وکړی، هغومره ژر به خپلې موخې ته ورسیږی، نو دا کړنلاره له دې غوره نه ده چې خپل وخت په بېځایه ناسته ولاړه تیروو؟ ایا دې ته اړتیا نه لری چې خپل فکر عملي کړئ؟
ځینې وخت له ځان سره وایو، که له فلان شي سره مینه ونه لرم، نو څه؟ که هغه پيسې مې لاسته رانه وړې، نو څه به وشي؟ دا فکرونه مو له سره وباسئ. پيل وکړئ، د خپلې موخې د لاسته راوړلو لپاره قدم واخلئ او په ژوند کې مو نوي شیان تجربه کړئ. دا له تاسو سره مرسته کوي، څو مو یو اړخیز ژوند ته د پای ټکی کیږدی. زه له ډېر پخوا د خپلې موخې پيدا کېدو په لټه کې وم او له ډېر پخوا مې د همدې لپاره مبارزه کوله؛ خو دا یوازې فکر و او لوړې او ژورې به مې په ذهن کې انځورولې، کله مې چې په عمل لاس پورې کړ، هر څه بدلون وکړ. ما لیکل پيل کړل او د ذهن د ارامښت لپاره مې د چرګ له غوښې او نورو موادو له یوځای کیدو د سوپ جوړېدو په اړه یوه لنډه کیسه ولیکه، تر هغه وروسته مې د مینې په اړه یوه مقاله ولیکه، بالاخره هماغه وو چې مینې زما په زړه کې په حرکت پیل وکړ او ما احساس کړه چې دا هغه څه دي چې باید زما په ژوند کې پېښ شي. زه باید لیکل وکړم، څو پوه شم چې په ژوند کې زما تر ټولو لویه جذبه لیکل دي. دا هرڅه د پرله‌پسې عمل په پایله کې هم پېښ شوي دي. تجربه هغه انعام دی چې موږ یې تر لاسه کوو او عمل هغه څه دی چې موږ یې خوږه پایله وینو.
۲- د خپل زړه خبرې واورئ
ستاسو زړه ستاسو د رښتینې موخې او لېوالتیا تر لاسه کولو لپاره تر ټولو غوره وسیله ده. له ځانه وپوښتئ، څه شی چې تاسو خوښوی، د هغه په لور مو قدم اخیستی؟ کله چې تاسو خپل داخلي تحرک او د زړه خوښۍ ومومی، الهام او انګېزه به ستاسو زړه او روح ته در وګرځي. کله چې تاسو له خپل زړه څخه امر اخلی، نو طبیعي ده چې ډېر خوندونه اخلی او د هڅولو لپاره مو انګېزه ډېره قوي کېږي. د هغه کار په تر سره کولو چې له هغه سره ډېره مینه لری، ستاسو په وجود کې د هغه د تر سره کولو لپاره انګېزه لا پياوړې کېږي او تاسو به د هغه څه په اړه پوه شی چې تاسو ته ډېره خوښي درکوي.
۳- یوازې د یوه کار په لټه کې مه اوسئ
ډېری خلک په دې فکر کې دي، چې یوازې یو کار تر سره کړي یا د یوه کوچني هدف لپاره کار کوي، دا د دې لامل کیږي چې بیا له ځان سره فکر کوي، چې څه خو به یې ورک کړي نه وي؟ دا فکر چې یو ځانګړی کار دی او دا باید تر سره کړم، موږ د خپلو موخو د تر لاسه کولو له مینې وروسته پرېږدي. زه به د خپلو کارونو په اړه ووایم، په ژوند کې اووه بېلابېل کارونه تر سره کوم، د بېلګې په توګه، مشاور، لیکوال، ویاند، ښوونکی، ډیزاینر او د کلي مشر؛ هر کار چې تر سره کوم، خوند ترې اخلم او خوښي رابښي؛ دا هر کار زه په زور او نه زړه نه تر سره کوم؛ بلکې دا زما ډېر شوق او مینه ده چې تر سره کوم یې. نو بهتره ده چې هر کار په ډېره مینه سرته ورسوئ، کله مو چې ژوند له مینې او خوښیو سره مل و، هماغه ده چې خپلو موخو ته به ګام په ګام نږدې کېږی. دا فکر له ځان لرې کړئ چې یوازې د یوې موخې لپاره کار کوی، دا باور ولرئ چې د ښه ژوند لپاره باید ښې موخې ولری او نوي شیان باید تجربه کړئ او هغه څه چې ورسره نابلده یاست، مبارزه وکړئ، خپله موخه او احساسات وڅارئ، څو یو ښه ژوند ولری.

Previous Post

د امریکايي ګټو لپاره د کابل پر سړکونو اور

Next Post

نایکي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
نایکي

نایکي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا؛ له قطر څخه د ۴۰۰ ملیون ډالرو الوتکې ډالۍ ومنله

امریکا؛ له قطر څخه د ۴۰۰ ملیون ډالرو الوتکې ډالۍ ومنله

مې 22, 2025
د کمپنۍ – برچي د نوي نښلوونکي سړک چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

د کمپنۍ – برچي د نوي نښلوونکي سړک چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

اکتوبر 31, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved