چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چين  لرغونې کرنيزه کليز

نقیب الله مل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 23, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چين دوديز نوی کال
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په تېره ليکنه کې مې د چين د دوديز نوي کال په اړه خبرې او معلومات وړاندې کړي وو، کوم چې تر ډېره د يوې ځانګړې دوديزې کليز له حساب سره تړلی دی. راځئ چې نن د چينايانو دا ځانګړې کليز لا ښه وپېژنو، په دې ليکنه کې مې د دې عجيبې لرغونې کرنيز کليز په اړه ځينې معلومات او د خلکو عجيبې انګيرنې راټولې کړې دي.

د چينايانو کرنيزه کليز د هغه څه په پرتله لا زياته عجيبه او جالبه ده، څومره يې چې په اړه فکر کيږي، دا کليز د بشپړوالي له بېلابېلو پړاوونو تېره شوې ده او په بېلابېلو دورو کې ځينې بدلونونه او اصلاحات پکې راوستل شوي دي. په سلګونو کلونو او پېړيو کې په پراخه کچه تر استفادې او کارونې لاندې پاتې شوې ده، هغه چې اوس هم د چين د مهمو دوديزو ورځو په ټاکنه او رخصتيو کې کارول کيږي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چین د دوديزې کليز تاريخچه

اوس په نړۍ کې د خلکو ترمنځ نهه ډول بېلابېلې کليز شته او کارول کيږي، په دې لړ کې يوه د چين د خلکو دوديزه کليز ده او د مشهورو جنتريو له ډلې ياديږي، کومه چې د لرغونو او اوږدو زمانو راهيسې په چيني ټولنه کې مروجه پاتې شوې ده، د بېلابېلو امپراطوريو د سلسلو په دورو کې ځينې اصلاحات او بدلونونه پکې راوستل شوي دي او يوه بشپړه کليز ګرځول شوې ده. اوسنۍ دوديزه تر استفادې لاندې کليز له ميلاد ۱۰۴کلونه وړاندې د هان په سلسله کې د ((وو)) امپراطور په وخت کې جوړه شوې ده، چې د تای چو په نوم باندې يادېده او تر ننه استفادې ترې کېږي.

په چيني دوديزه کليز کې حيوانات او د کالونو نومونه

چيني دوديزه کليز د لمريز نظام د څلور ويشتو برجونو پر اساس جوړه شوې او يوه لمريزه او سپوږميزه ګډه جنتري ده، يانې همزمان یې په جوړښت کې د لمريزې او سپوږميزې جنتريو ګډې ځانګړتياوې شاملې دي. دې کليز ته کرنيز کليز هم وايي، څرنګه چې له پخوا زمانو راهيسې بزګران خپلې کرنيزې چارې د همدې کليز له مخې تر سره کوي، په دې کليز کې د هرې مياشتې نوي کېدل او پيل د نوي هلال راختلو سره سم پيليږي. د کال پيل او نوي کېدل د سپوږمۍ د موقعيت له مخې پکې تعينيږي، يانې کله چې سپوږمۍ د ژمي په منځ کې د بدلون او انقلاب په موده کې چې د کال تر ټولو لنډه ورځ او اوږده شپه يانې د يلدا شپه وي، دا د ژمي په موسم کې د لمر وروستۍ دوره او په سپوږميزه کلنۍ جنتري کې د وروستۍ دورې په توګه هم ياديږي او معمولاً د کال په دې برخه کې د سړې هوا، واورو، بارانونو او اورښتونو له امله د خلکو په ژوند کې بېلابېل تاثيرات پر ځای پرېږدي.

په همدې لړ کې که کله هم غواړی د چين د خلکو، دودونو او رواجونو ګرمه څپه د ښکلاګانو، جشنونو، فعاليتونو عجيبې صحنې، له جم و جوشه ډکې مودې ليدلو ته مو زړه کيږي، نو  تر ټولو ښه وخت يې د چين د دوديز نوي کال او د پسرلني اختر شپې او ورځې دي، په دې حساب دا اختر د ټول کال په موده په چين او هم په نړۍ کې يو له ډېرو په زړه پورې، جالبو اخترونو او هم له مشهورو رخصتيو شمېرل کيږي. د نوي کال په ټاکنه کې د کرنيزې کليز رول ته خاص ارزښت ورکول کيږي.

د چين په دودويزه کليز کې د کالونو لپاره د ۱۲ حيواناتو د نومونو ټاکنه، په دې اړه د خلکو انګيرنې، باورونه هغه جالب او بل په زړه پورېوالی دی چې هر ۱۲کلونه وروسته يې يو دوران بشپړيږي او دوباره تکراريږي.

په دې کې د لرغونو چينايانو د عجيبو انګيرنو ونډه لا هم تر اوسه پر ځای ده او مهمه پاتې شوې ده، د هر نفر د شخصيتي ځانګړتياوو معلومولو او پېژندلو کې يې اغېز مهم او ورسره تړلی بولي، که د هر چا د زیږېدنې کال له هر يو حيوان سره برابر وي، د هماغه اړوند حيوان مشخصات او ځانګړتياوې به يې په شخصيت کې راڅرګندېږي.

دا انګيرنې په حقيقت کې يوه ښه سرګرمي هم ده، په دې توګه هر څوک کولی شي خپلې شخصيتي ځانګړتياوې پکې ومومي او وګوري، چې څومره يې له شخصيتي ځانګړتياوو سره مطابقت لري، ځان پکې تللی او کتلی شي. د همدې لپاره مې لومړی دلته د دغو ۱۲ حيواناتو د نومونو يادونه کړې او بيا ورپسې د هر یو حيوان عمده او مهمې ځانګړتياوې قطار کړې دي. مهم خصوصيات او مفاهيم مې يې راټول کړي دي او په دې ترتيب سره په لاندې ډول وړاندې کيږي. په اسانه کولی شو د چين په دې دوديزه کرنيزه کليز کې خپل د زیږېدنې کال له مخې اړوند حيوان ومومو او د خپل ځان په اړه ځانګړتياوې په ګوته او نښه کړو:

۱-  د موږک کال؛ دا د چين په کرنيزه کليز کې د لومړي حيوان کال دی، که موږ د موږک له کاله پيل وکړو او په دې فورمول کې يې واچوو، هغه چې هر ۱۲کلونه وروسته تکراريږي، نو په اسانه توګه کولی شو چې د دې حيوان نور کالونه هم پيدا کړو. د بېلګې په ډول، ۱۹۶۰م کال د موږک کال دی، هر ۱۲کالونه وروسته تکراريږي، که د ۱۲عدد ورسره جمعه کړو، نو په دې توګه د موږک نور کالونه موندلی شو، ۱۹۶۰، ۱۹۷۲، ۱۹۸۴، ۱۹۹۶، ۲۰۰۸، ۲۰۲۰ دي او د موږک بل کال به په ۲۰۳۲ کې راشي.

د موږک په کلونو کې د زېږېدونکو په اړه د عمده او مهمو شخصيتي ځانګړتياوو په اړه انګيرنې دا دي: مينه ناک، هوښيار، با اخلاقه، ځيرک، چالاکه، خوږ ژبی او وفاداره؛ خو څرنګه چې موږک يو وړوکی حيوان دی، زور، ځواک او جرئت نه لري، نو د دې کال زېږېدونکي تر ډېره د مديريت او رهبرۍ لپاره وړ او مناسب نه دي.

۲- د غويي کال؛ په کرنيزه کليز کې دويم کال د غويي دی، د غويي نور کالونه، ۱۹۶۱، ۱۹۷۳، ۱۹۸۵، ۱۹۹۷، ۲۰۰۹، ۲۰۲۱ دي. سږنی کال د غويي له کال سره برابر دی، تير کال د موږک کال و او د غويي بل کال به په ۲۰۳۳کې را شي.

د غويي په کلونو کې د زېږېدونکو په اړه د عمده او مهمو شخصيتي ځانګړتياوو په اړه انګيرنې دا دي: کلک، زيارکښه، جدي، صابر، ځواکمن، جوړوونکی، کومک کوونکی، خدمت کوونکی او مسووليت منونکی. د دې کال زیږېدونکي اکثره په صنعتي چارو، د موټر جوړولو او د ای ټي په برخو کې د ښو وړتياوو او بوختياوو لرونکي دي.

۳- د پړانګ کال؛ د چين په کرنيزه کليز کې درېيم کال د پړانګ دی، د پړانګ نور کالونه، ۱۹۶۲، ۱۹۷۴، ۱۹۸۶، ۱۹۹۸، ۲۰۱۰  او د پړانګ بل راتلونکی کال به په ۲۰۲۲ کې راشي.

د پړانګ په کلونو کې د زیږېدونکو په اړه د عمده او مهمو شخصيتي ځانګړتياوو په اړه انګيرنې دا دي: هڅاند، زړور، ځانخوښی، ځيرک، احساساتي او جدي. د دې کال زیږېدونکي ډېر لږ په نورو پسې ځي او زياتره په مديريتي او د کنټرول په چارو کې له ښو وړتياوو څخه برخمن دي.

۴- د سوی کال؛ د چین په کرنيزه کليز کې څلورم کال د سوی دی، د سوی نور کالونه، ۱۹۶۳، ۱۹۷۵، ۱۹۸۷، ۱۹۹۹، ۲۰۱۱ او د سوی بل کال به په ۲۰۲۳ کې راشي.

د سوی په کلونو کې د زیږېدونکو په اړه د عمده او مهمو شخصيتي ځانګړتياوو په اړه انګيرنې دا دي: مينه ناک، نېکمرغه، مهربانه، احتياط کاره، بختور او حساس. د دې کال په زیږېدونکو باندې انتقاد کول بد لګيږي او له انتقاد کولو سخت ناراحته کيږي.

۵- د ښامار کال؛ د چين په کرنيزه کليز کې پنځم کال د ښامار دی، د ښامار نور کلونه، ۱۹۶۴، ۱۹۷۶، ۱۹۸۸، ۲۰۰۰، ۲۰۱۲ او د ښامار بل کال به په ۲۰۲۴ کې راشي.

د ښامار په کلونو کې د زیږېدونکو په اړه د عمده او مهمو شخصيتي ځانګړتياوو په اړه انګيرنې دا دي: هوښيار، شتمن، ځواکمن، باانرژي، نېکمرغه او جذاب. د دې کال زیږېدونکي په بحث او خبرو کې ژر غوصه او عصبي کیږي.

۶- د مار کال؛ د چين په کرنيزه کليز کې شپږم کال د مار دی، د مار نور کالونه، ۱۹۶۵، ۱۹۷۷، ۱۹۸۹، ۲۰۰۱، ۲۰۱۳ او د مار بل کال به په ۲۰۲۵ کې راشي.

د مار په کلونو کې د زیږېدونکو په اړه د عمده او مهمو شخصیتي ځانګړتياوو په اړه انګيرنې دا دي: هوښيار، سخي، خوله‌ور، شنونکی او کينه کښ. د دې کال زیږېدونکي تر ډېره د ښو او نرمو اخلاقو لرونکي دي، خو که چيرې يې په شخصي حدودو کې مداخله وشي، ژر يې د خپګان او د تشويش سبب کيږي.

۷- د اس کال؛ د چين په کرنيزه کليز کې اووم کال د اس دی، د اس نور کالونه، ۱۹۶۶، ۱۹۷۸، ۱۹۹۵، ۲۰۰۲، ۲۰۱۴ او د اس بل کال به په ۲۰۲۶ کې راشي.

د اس په کلونو کې د زیږېدونکو په اړه د عمده او مهمو شخصيتي ځانګړتياوو په اړه انګيرنې دا دي: چابک، مسافر، جذاب، مينه ناک، وفاداره او بې صبره. د دې کال زیږېدونکي ځانخوښي دي او د نورو د مشکلاتو او ستونزو په اړه بې پروا دي.

۸- د پسه کال؛ د چين په کرنيزه کليز کې اتم کال د پسه دی، د پسه نور کالونه، ۱۹۶۷، ۱۹۷۹، ۱۹۹۱، ۲۰۰۳، ۲۰۱۵  او د پسه بل کال به په ۲۰۲۷ کې راشي.

د پسه په کلونو کې د زیږېدونکو په اړه د عمده او مهمو شخصيتي ځانګړتياوو په اړه انګيرنې دا دي: نوښتګر، شرمناک، مؤدب، زړه سواندی، خلاق، اړمن او اندېښمن. د دې کال زیږېدونکي تر ډېره بدبينه او شکاکي وي، غواړي خپل وخت ګوښه يوازې په خپل ځای او حويلۍ کې تير کړي.

۹- د شادي کال؛ د چین په کرنيزه کليز کې نهم کال د شادي دی، د شادي نور کلونه، ۱۹۶۸، ۱۹۸۰، ۱۹۹۲، ۲۰۰۴، ۲۰۱۶ او د شادي بل کال به په ۲۰۲۸ کې راشي.

د شادي په کلونو کې د زېږېدونکو په اړه د عمده او مهمو شخصيتي ځانګړتياوو په اړه انګيرنې دا دي: نوښتګر، چالاکه، تېز، باانرژي او بريالی. د دې کال زیږېدونکي تر ډېره فرصت طلبه، مطلب اشنا او خپله خوښي د نورو په ځورولو او په عذابولو کې ګوري.

۱۰- د چرګ کال؛ د چين په کرنيزه کليز کې لسم کال د چرګ دی، د چرګ نور کالونه، ۱۹۶۹، ۱۹۸۱، ۱۹۹۳، ۲۰۰۵، ۲۰۱۷  او د چرګ بل کال به په ۲۰۲۹.

د چرګ په کلونو کې د زیږېدونکو په اړه د عمده او مهمو شخصيتي ځانګړتياوو په اړه انګيرنې دا دي: راستمن، بيداره، پاک، مغروره، زيارکښ او هڅاند. د دې کال زیږېدونکي تر ډېره په دې هڅه او لټه کې وي چې د نورو پاملرنه ځان ته جلب کړي.

۱۱- د سپي کال؛ د چين په کرنيزه کليز کې يوولسم کال د سپي دی، د سپي نور کالونه، ۱۹۷۰، ۱۹۸۲، ۱۹۹۴، ۲۰۰۶، ۲۰۱۸  او د سپي بل کال به په ۲۰۳۰کې راشي.

د سپي په کلونو کې د زیږېدونکو په اړه د عمده او مهمو شخصيتي ځانګړتياوو په اړه انګيرنې دا دي: وفاداره، راستمن، ځيرک او حساس. د دې کال زیږېدونکي تر ډېره مشوش او کشمکشونو کې لالهانده وي. د خپلې شاوخوا په اړه منفي ليد او نظر لري، په غير قانوني او ناروا لارو د ګټې وټې تر لاسه کول يې مطلب او خوښه وي.

۱۲- د خوګ کال؛ دا د چين په کرنيزه کليز کې وروستی او دوولسم کال دی، د خوګ نور کلونه، ۱۹۷۱، ۱۹۸۳، ۱۹۹۵، ۲۰۰۷، ۲۰۱۹ او د خوګ بل کال به د ۲۰۳۱کې راشي.

د خوګ په کلونو کې د زیږېدونکو په اړه د عمده او مهمو شخصيتي ځانګړتياوو په اړه انګيرنې دا دي: هوښيار، امانت داره، باکماله او شريف. د دې کال زیږېدونکي تر ډېره خوش باوره دي، په اسانه تير ايستل کيدلی او دوکه کېدلی شي.

پنځه‌ګوني عناصر

د چيني دوديزې کليز د جوړښت د انګيرنو په لړ کې دا هم ويل کیږي چې په هر کال کې د دغو پنځو مهمو اساسي عناصرو شتوالی حتمي دی: لرګی، اور، خاوره، فلز او اوبه کوم چې دا د هر يو کال په څرخ او د يو دوران په بشپړوالي کې اساسي رول لري.

رخصتي- لا تر اوسه هم په چين کې د مهمو دوديزو ورځو د رخصتيو ټاکنه د همدې کرنيز کليز پر مټ کيږي، دغه رخصتۍ عبارت دي له: چيني نوی کال (چيني نوروز)، د ډيوې اختر، د چېنګ مېن ورځ يا هديرو ته تلل، د ښامار سر لرونکو کښتيو اختر چې معمولاً د چيني جنترۍ د پنځمې مياشتې په پنځمه ورځ وي، د ميينانو ورځ (چيني ولنټاين) دا ورځ د اوومې مياشتې په اوومه ورځ وي، د منځني مني اختر (د سپوږمۍ اختر) چې د اتمې مياشتې په پنځلسمه ورځ وي، د لوړ عمر لرونکو د پالنې او درناوي ورځ (چونګ يانګ) چې د نهمې مياشتې په نهمه نېټه وي او ځينې نورې مهمې ځانګړې ورځې دي.

د چين دوديزې کليز جالب ټکي

 د چين دوديز نوی کال معمولاً د جنوري له ۲۱م څخه د فبروري د ۲۱م تر منځ راځي، په دې کليز کې ۲۴ برجونه او پکې د لمر او سپوږمۍ دوران د اساسي او محوري رول لرونکي دي. دا دوديزه جنتري د ۱۲ سپوږميزو مياشتو لرونکې ده، د هرې مياشتې نوې کېدنه يې د هلال په راختلو او نوي کېدلو سره کيږي.

د کلونو لپاره دا ۱۲ ټاکل شوي حيوانات چې کله له پورتنيو يادو شوو پنځګونو عناصرو سره يو ځای او ملګري شي، ورسره د چيني کليز يوه دوره بشپړيږي. د دې کال هره مياشت د ۳۰ يا د ۲۹ ورځو لرونکې ده، هر درې کلونه وروسته پکې د جنوري يا فبروري په مياشت کې يوه مياشت اضافه او علاوه کيږي، څو د چينايي کليز حساب د ميلادي کليز له حساب سره برابر وساتل شي.

Previous Post

مالټه د ويټامین C غوره سرچینه ده

Next Post

طالبان: د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام د منلو نه دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
طالبان: د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام د منلو نه دی

طالبان: د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام د منلو نه دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د شينجيانګ د ازاد سوداګریز زون د کاشغر ناحيه پرانيستل شوه

د شينجيانګ د ازاد سوداګریز زون د کاشغر ناحيه پرانيستل شوه

نوومبر 12, 2023
وانګ يي د چين او امریکا ترمنځ د رسمي اړیکو د ټينګېدو د ۴۵مې کليزې د يادونې په مېلمستيا کې ګډون وکړ

وانګ يي د چين او امریکا ترمنځ د رسمي اړیکو د ټينګېدو د ۴۵مې کليزې د يادونې په مېلمستيا کې ګډون وکړ

جنوري 6, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved