د امريکا د ولسمشر جو بايډن د حکومت له خوا خپاره شوي استخباراتي راپور کې ويل شوي، چې شهزاده محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د نيولو يا وژلو پلان منظور کړی و. دا لومړی ځل دی چې امریکا په دې پېښه کې په ښکاره ډول د سعودي شهزاده نوم اخلي خو محمد بن سلمان دغه تور رد کړی چې د جمال خاشقجي د وژلو امر يې کړی دی. جمال خاشقجي د سعودي يو خبريال و چې په امریکا کې اوسېده او د سعودي پر حکومت يې نيوکې کولې. د امریکا استخباراتي ادارې ويلي، د دوی ارزونه ښيي چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د ترکيې په استانبول کې د جمال خاشقجي د نيولو يا وژلو عمليات منظور کړې دي.
































