د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې په سوریه کې د امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه ایران ته خبرداری و. هغه ویلي چې که چېرته ایران د امریکا د ګټو د مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي نو د خپلو کړنو له بدو پایلو سره به مخ شي. بایډن د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې هر څوک چې څه کري باید رېبلو ته یې هم په تمه اوسي نو له همدې امله ټول باید له ډېر احتیاطه کار واخلي او داسې چارې تر سره نه کړي چې تر ګټه یې تاوان ډېر وي. د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت ویلي وو چې په سوریه کې یې د یو شمېر وسله والو پر مرکزونو بریدونه کړي خو دا چې دا بریدونه مرګ ژوبله لري او کنه په اړه یې کره جزیات نه دي رسنیز شوي.
































