یکشنبه, جون 14, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    بېکدلي: له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ پراخوو

    د هېواد په لرې پرتو ولسوالیو کې د ۶۱ روغتونونو ودانیزې چارې پيلیږي

    امریکا د افغانانو په ګډون ۲۰ کډوال مرکزي افریقا ته لېږدوي

    هېواد کې د اوبیزې برېښنا تولید د پام وړ لوړ شوی

    ۱۶۵ بندي افغانان له ایرانه افغانستان ته راولېږدول شول

    د غزني په ګیرو کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

    افغانستان د قزاقستان د غلې او اوړو صادرات ۵۸ سلنه زیات شوي

    یونیسف: بېوزلۍ افغان ماشومان له زده کړو بې برخې کړې دي

    یونیسف: د ماشومانو فعالیتونه د ودې او زده‌کړې په بهیر کې مهم رول لري

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    عراقچي: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وروستۍ کېدو ته نږدې شوې

    راپور: نړۍ کې ۱۳۸ میلیونه ماشومان په کار بوخت دي

    بلوچستان کې د پولیسو پر دوو مرکزونو برید شوی

    ټرمپ: واشنګټن له ایران سره د مانادارې هوکړې په لټه کې دی

    نیویارک ټایمز: د امریکا بریدونو د ایران پنځه ساحلي سیمې په نښه کړې

    ملګري ملتونه: د کانګو په ختیځ کې د ایبولا خپرېدل میلیونونه بې‌ځایه شوي ګواښي

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

  • اقتصاد

    غزني کې؛ د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې

    ترکي پانګه‌والو؛ د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    پروان؛ د دیني مدرسې او ۵۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

    د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې

    سارک: افغانستان خپل اقتصادي او مالي ثبات ساتلی

    بغلان؛ د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

    افغانستان او ایران؛ د اورګاډي پټلۍ پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

د دولت او طالبانو مشرانو ته پرانيستى ليک

عبدالوحيد وحيد

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 28, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
د دولت او طالبانو مشرانو ته پرانيستى ليک
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

درنو مشرانو!

سلامونه، احترامات او د درنښت مراتب درته وړاندې کوم، زما خبرې د هيچا لپاره په هيڅ ډول ګواښ، توهين او توبيخ نه، بلکې د ولس غږ او که احياناً تاسو ورسره توافق نه لری، نو له جګړو څخه د يوه ستړي شوي، ستومانه شوي او دردمن زړه تنده ماتول يې وګڼئ !

نه درسره دښمني او نه عقده لرم، ډېر مشترکات سره لرو؛ خو ځينې يې يو لورى او ځينې يې بل لورى نه مني، البته دا هېواد زموږ او ستاسو ګډ کور دى او هيڅوک ترې انکار نه شي کولاى، د دغو مشترکاتو پربنسټ درسره خبره کوم.

نه د چا مامور او لله الحمد تر اوسه داسې شخص نه دی راسره مخ شوى چې زما د ديکتې کولو جرئت يې کړى وي، يوازې دومره غواړم چې د اويايمې لسيزې د ناورين د تکرار مخنیوى وکړو، بيا د حکومت د نسکورېدو، د کابل ورانولو، کډوال کېدو، ګاونډيانو ته د مرستو لاس غځولو او بيا په هېواد کې د ملوک الطوایفي او انارشي ترخو تجربو ليدو توان نه لرم.

جګړه او د يو بل وژل يقيناً د حل لاره نه ده، د افغانانو تر منځ جګړه يقيناً يوازې د افغانانو دښمن ته ګټه رسوي، کله د کابل، ننګرهار او نورو ولايتونو په پليګونونو کې د زرګونو ژونديو لاس تړلو وژل شويو افغانانو هډوکو ته ځير شوي ياست؟

کله مو په کورنیو جګړو کې د کنډواله شوي کابل نړېدلو ديوالونو ته په رډو سترګو کتلي دي؟

کله مو په ټولنيزو رسنيو کې د کورنۍ جګړې د عاملينو په اړه د ولس غبرګون ته سر ورښکاره کړى؟

که مو داسې کړي وي، نو ټکان مو و خوړ که نه؟

ايا پوه نه شوی چې د افغانانو په وژلو ارګ نيول کېداى شي؛ خو حکومت نه شي کېداى؟

د دواړو خواوو، په ځانګړي ډول حکومتي ويندويانو او خواخوږي يې مخالف لوري ته خورا زياتې سپکې سپورې وايي او پېغورونه ورکوي، دا د سولې، پوهې، منطق او استدلال ژبې لهجه نه؛ بلکې د جګړې ژبه ده.

ايا پوهېږی چې ستاسو لخوا وژل شوي انسانان، يرغلګر يهود او متجاوز پنجابيان نه وو؟ د خپلې افغانې خورکۍ د اوربل ګل مو ورېژاوه، افغانه مورکۍ مو بوره کړه او د افغان بوډا پلار ملا مو ماته کړه، نو دا کوم د وياړ ځاى دى؟

اوس زموږ لپاره د سولې يو استثنايي فرصت برابر شوى، له لاس ته راغلي فرصت څخه ګټه پورته کړئ، موږ پوهېږو چې تاسو سوله يوازې تر خپل واک لاندې متصوره ګڼئ، موږ مو په ټولنه کې اغېزې، نفوذ او رول منو؛ خو د خپلمنځي باور د نشتون له امله داسې سوله چې د جګړو يوه خوا حاکمه وي، اقلاً د اوس لپاره ناشونې ده.

اوس دواړو خواوو ته څرګند پيغام لرم، هغه دا چې يو بل ته له خپلو بېځايه غوښتنو تېر شئ، له يو بل سره د ګډ کار کولو او په ګډه د دغه ګډ هېواد جوړولو ته ملا وتړئ، پردي به حتماً يوه ورځ ځي، خو له خپلو څخه خلاصون نشته، له يو بل سره د ورورۍ په فضا او سوله ييزه توګه د اوسېدو هنر زده کړئ، خپلواکي، افتخارات او سرلوړي له همدغه ځایه پيلېږي.

که مو جګړو ته دوام ورکړ، نو نه ازادي او نه خپلواکي شته، نه به اسلامي نظام نافذ کړی او نه هم ولا که ډيموکراسۍ ته د عمل جامه ور واغوندی، تل تر تله به مو پردي د اړتیا پر مهال کاروي او بيا به مو په ټوکرۍ کې اچوي.

ښاغلى غني!

ستا د څو ورځو مخکې خبره په خپل ذات کې عيبجنه ده، خو له واک سره د مينې په برخه کې ستاسو حال او ماضي ته په کتو عجيبه نه ده چې وواياست؛ تر هغو چې تاسو ژوندي ياست، طالبان به د موقت حکومت رنګ درڅخه ونه ګوري، موږ مو لا د مخه پېژنو چې د خپل واک ساتلو په موخه ټول ولس څه چې دغه هېواد هم قرباني کولاى شی، ملي افتخارات هم ليلامولاى شی او له هر پردي سره هر ډول معامله تر سره کولاى شی؛ مګر دغه ځانګړتياوې د حاکم د همت، شجاعت او شهامت نښې نه دي، تاريخ به ستاسو په اړه حتماً قضاوت وکړي، موږ درڅخه په نامسولانه او له شرط پرته د واک پرېښودو غوښتنه نه کوو، يوازې دومره غواړو چې که طالبان سوله له واک څخه ستا له ګوښه کېدو سره تړي او نړيواله ټولنه يې ترشا درېږي؛ نو بيا انکار کول يقيناً راته له ولس او هېواد سره جنايت ښکارېږي.

ولسمشره!

د ولس لخوا ټاکل کېدو او منتخب ولسمشر په دعوه کې مو وزن نشته، منم چې تاسو له قانوني سرچینو څخه منتخب ولسمشر اعلان شوی، خو په ټاکنو کې د پراخو درغلیو لږ شمېر رايو، له تاسو څخه سربېره ډاکټر عبدالله عبدالله د منتخب ولسمشر په توګه د لوړې مراسم تر سره کول او بيا ستاسو لخوا ورسره د اساسي قانون د غوښتنو پر خلاف د واک د وېش په فارمولا معامله کولو ستاسو مشروعیت تر جدي پوښتنو لاندې راوست. د سولې په تړاو له پاکو ولسي هيلو سره لوبې مه کوئ، لږ فکر وکړئ چې په هېواد کې هره ورځ د جګړې له امله وژل شوي ځوانان هم ستاسو د اجمل غني او مريم غني په څېر مور او پلار لري، زړونه يې سوري شوي، اهونه يې اسمان ته پورته کېږي، د اولاد بېلتون او د يتيمانو چيغو يې روح ورته نا ارامه کړى دى.

د ملت په زړونو کې به مو يقيناً ځاى نيولى واى چې مو ويلي واى: «که طالبان په رښتيني ډول د سولې ضمانت ورکړي، نو ولسمشر غني د واک قرباني خو څه، آن چې د خپل ژوند قرباني هم ورکولاى شي.»

ستا او ستاسو د انډيوالانو کور ته لا هم په جګړه کې د خپل فاميل د وژل شوي غړي جسد نه دى دروړل شوى، تاسو په زرې موټرو کې ګرځی، تاسو د خپل خونديتوب لپاره ځانګړى ګارد لری او د مضبوطو سيمټي ديوالونو تر شا ژوند کوی، تاسو په ډېر څه پوهېږی؛ خو افغان دودونه او اسلامي تمدن نه پېژنی، تاسو د افغان ټولنې د څلورو لسيزو د ناورين په تړاو درک نه لری، تاسو د جګړې د ډکر ناخوالې نه شی حس کولاى، تاسو په ښارونو، کليو او بانډو کې د فقر، جګړو او د چارواکو د فساد له امله په ولس باندې روانه فاجعه نه شی حس کولاى او يا هم د خپلو نږدې ملګرو لخوا په تيارو کې ساتل شوي ياست، تاسو او ډلګۍ مو د سولې په اهميت او اړتیا باندې نه پوهېږی او تاسو د سولې لپاره د قيمت ورکولو تيارى نه لری، په دغو پورته نيمګړتياوو مو فکر وکړئ او د ولس دردونه درک کړئ.

ښاغلى ملا برادر اخنده!

لږ مو په حقایقو خبروم، لږ مو غوږونه در خلاصوم، لږ هغه خبرې درسره شريکوم چې تاسو يې د اورېدو عادت نه لری، نن ستا د ناخبره مداحانو په څېر نه، بلکې د تېرو څلورو لسیزو د ناخوالو فاجعو ناورينونو او تربګنيو د يوه ژوندي دردېدلي، ځورېدلي، کړېدلي او ستړي شوي شاهد په توګه د سر د امن په هيله درته مخاطب کېږم.

ملا صاحب محترمه!

لږ د هوا له اوږو څخه را کوز شئ، د ولس په اوسني حال زړونه وسوځوئ، د مظلوم ملت په زخمونو پټۍ کېږدئ، د خپلو خلکو د فقر، غمونو، دردونو، اندېښنو، اهونو، اوښکو، فريادونو او واويلا تر شا د پرتو لاملونو عمق ته ځانونه ورسوئ، احساسات کله کله سپېڅلي وي، خو ډېرى وخت واقعيتونه نه منعکس کوي. په يوازې سر د حکومت کولو او د واک د انحصار فکر مو له ذهن څخه وباسئ، دغه ډول خيالاتو او ارادو له تېرو څلورو لسیزو راهيسې ډېر مشران ناکام کړل، که هېواد کنډواله او ځوانان مو ټول د جګړې خوراک شي، نو بيا به حکومت په چا باندې کوی؟

ياد لره چې ټوپک تل د هيچا په اوږه نه دی پاتې شوى، امپراتورۍ ونړېدې، شاهنشاهان نسکور شول او بوتان را پرېوتل.

واورئ چې په روانه جګړه کې غني، صالح، دانش او نور لوړپوړي چارواکي نه وژل کېږي، د هغوى اولادونه هم په مطلق ډول خوندي دي، په جګړه کې د غريب ولس زامن وژل کېږي، که واقعاً په سوله او مصالحه باور لری، نو د پرديو هېوادونو له تريبيونو څخه له ابهاماتو ډکې غوښتنې مطرح کول پرېږدئ، په دوحه کې د حکومتي مذاکراتي پلاوي پر وړاندې په څرګنده توګه د سولې لپاره ټولې غوښتنې او يوې جامع سولې ته د رسېدو لپاره بشپړ پلان وړاندې کړئ. د الهي احکامو په رڼا او د ايماني فراست په مظاهره کولو د خپل ولس غوښتنو ته د تسليمي سرونه ښکته کړئ، ستاسو له ځينو پخوانیو کړنو سره د ولس او د نړيوالو حساسیتونه او اندېښنې په نظر کې ونيسئ او د وخت له غوښتنو سره سم د عمل وړ، منطقي او په عيني واقعيتونو ولاړه د سولې تګلاره وړاندې کړئ، که داسې مو وکړاى شول، ولس به مو يقيناً ترشا ودرېږي، مګر خداى دې نه کړي که مو لاسته راغلى فرصت ضايع شو، نو راتلونکى نسل به د دين په تړاو خورا منفي ذهنيت واخلي او پايله به يې بوږنوونکې وي.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In