پرون په هېواد کې د سرتېري ورځ ونمانځل شوه. افغان ولسمشر او د امنیتي او دفاعي ادارو مشرانو په خپلو څرګندونو کې وویل چې افغان سرتېري پياوړي دي او دوی د جګړې په ډګر کې ګټونکي دي. ولسمشر غني په خپله وینا کې بیا نړیواله ټولنه ملامته وبلله چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې هېڅ راز مرسته نه ده کړې. د ملي دفاع وزارت مرستیال بیا وویل چې افغان سرتېري پیاوړي دي او ولس دې هېڅ راز اندېښنه نه کوي.
د کب نهمه نېټه داسې مهال په هېواد کې ونمانځل شوه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړې او نښتې شوي او روان امنیتي وضعیت خلک ناهیلي کړي دي. دلته په کابل کې بیا پرون ولسمشر غني د کب د نهمې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې افغانان په تېرو لسو کلونو کې له خپل اساسي حق چې سوله دی، محروم شوي دي. نوموړي د ملي دفاع وزارت په تالار کې په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې پړه پر نړیوالې ټولنې ور واچوله او په خبره یې، نړیوالو په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا هڅه نه ده کړې چې دلته امنیت او ثبات راشي او افغانان له خپل دې حق برخمن شي. د ده په وینا: «زما اساسي جمله دا وه، چې نړیوالې ټولنې یو عظیم ملت چې روښانه تاریخ لري، پوره څلوېښت کاله له خپل اساسي حق، چې سوله دی لرې ساتلي دي. دا د زغملو نه ده».
ولسمشر غني په دې مراسمو کې د افغان ځواکونو د سرښندنو او پیاوړتیا ستاینه کړې او په خبره یې، دوی دي چې دلته یو حکومت شته دی. د ده په خبره، د یوه پیاوړي حکومت لپاره پياوړی پوځ ضرور دی، چې افغانستان ترې برخمن دی. ولسمشر غني همدا راز ټینګار وکړ، چې افغانان سوله غواړي او سوله به هرو مرو افغانستان ته راځي. د ده په وینا: «موږ تلپاتې او باعزته سوله غواړو. دا سوله د افغان ځواکونو په پیاوړو مټو او زموږ په فعال مغز او اراده هېواد ته راتللی شي».
ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې سوله غواړي او د سولې راتګ افغانانو ته مهم دی، خو هغه سوله ورته د منلو نه ده چې دلته د جګړو د دوام او شاته تګ سبب شي. ولسمشر دغه راز یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې یوازې د ټاکنو له لارې د واک پرېښودو ته تیار دی. د ده په خبره، هغه وخت به له واک لرې کېږي، چې ټاکنې وشي او خلک په خپله خوښه خپل نوی ولسمشر انتخاب کړي. د ده په خبره، دی د قانون له مخې خپله دوره بشپړوي، نوی ولسمشر به د خلکو په خوښه راځي او دی به واک ورته سپاري.
د دې تر څنګ د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل هم دغې غونډې ته وینا وکړه او افغان ځواکونه یې پیاوړي وبلل. نوموړي افغان سرتېرو ته نوې ژمنې ورکړې او په خبره یې، افغان حکومت د رهبرۍ په کچه د پوځ پياوړتیا او د دوی هوساینې ته ژمن دی. هغه همدا راز وویل چې د افغان ځواکونو مورال لوړ دی او په وینا یې، افغان پوځ دمګړی په ښه وضعیت کې دی. میاخېل دغه راز ادعا کړې چې افغان ځواکونو پر طالبانو فشارونه ډېر کړي او دغه ډله یې کمزورې کړې ده.
میاخېل زیاته کړې چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او سوله ورته لومړیتوب ده، خو که طالبان جګړو ته ادامه ورکوي، نو افغان ځواکونه یې پر وړاندې مبارزې ته تیار دي او په دې برخه کې پياوړي دي. د کابل تر څنګ په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د افغان سرتېرو ورځ نمانځل شوې او افغان چارواکو د دوی د پیاوړتیا او سرښندنو مننه کړې ده.
































