چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چين د دوو مجلسونو د ۲۰۲۱ کال کلنۍ غونډې به ژر پرانيستل شي

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبرویاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 28, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چين د دوو مجلسونو د ۲۰۲۱ کال کلنۍ غونډې به ژر پرانيستل شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين رسمي سرچېنو ويلي، چې د دغه هيواد د دوو مجلسونو د ۲۰۲۱ کال کلنۍ غونډې به په جلا جلا توګه د مارچ په ۴مه او ۵مه نېټه په پلازمېنه بېجينګ کې پرانيستل شي.

د چين د دوو مجلسونو کلنۍ غونډې د کال تر ټولو مهمې سياسي پېښې دي، چينايان د رايګيرۍ په واسطه خپل حقونه اجرا کوي او د دولت له مهمو پرېکړو مخکې خپلمنځي سلامشورې کوي او په اخر کې يووالي ته رسېږي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين دوه ملي مجلسونه کوم دي؟

د چين ملي ولسي کانګرس او ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين دوه ملي مجلسونه دي. د چين د اساسي قانون له مخې، ملي ولسي کانګرس د هېواد تر ټولو لوړ پوړی واکمن او تقنيني ارګان دی، چې ډيموکراتيکې رايګيرۍ له لارې رامنځته کېږي او له يوې دايمي کمېټې او څو ځانګړو کمېټو څخه تشکيلېږي. د ماموريت موده يې ۵ کاله وي او هر کال يو ځل عمومي غونډه ترسره کوي. د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۵مه نېټه به د چين د ۱۳م ملي ولسي کانګرس ۴مه غونډه پرانيستل شي او ۲۹۵۴ تنه استازي به پکې ګډون ولري. د ملي ولسي کانګرس عمده دندې د اساسي قانون او نورو قوانينو جوړول او تعديلول، د دولتي مشرانو، وزيرانو او د هېواد د عدلي ارګانونو مشرانو ټاکل، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ملي پلان يا ستراتيژۍ تصويبول او په بېړنيو حالاتو کې د جګړې يا سولې پرېکړې کول دي.

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د هيواد د مختلفو سياسي ډلو، ګوندونو او د لږکيو قومونو له استازو څخه جوړیږي، چې عمده دندې يې د سياسي چارو په اړه سلامشورې او ډيموکراتيکه څارنه ده، يوه ملي کمېټه او په ولايتونو او کورواکو سيمو کې خپلې فرعي کمېټې لري، د باور موده يې ۵ کاله ده او هر کال يو ځل عمومي غونډه ترسره کوي. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کمېټې ۴مه غونډه به د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۴مه نېټه پرانيستل شي او ۲۱۵۸ غړي به پکې ګډون ولري.

د روان کال د دوو مجلسونو ځانګړې کلنۍ غونډې

کرونا وبا د ۲۰۲۰ کال له پيل راهيسې د چين په شمول پر ګردې نړۍ خپله لمن راتاو کړې ده. د چيني حکومت او خلکو په ګډو هڅو سره په دغه هېواد کې د کرونا وبا کنټرول شوې او اوس عامو خلکو ته د واکسين ورکولو بهير هم روان دی. چين تېر کال په نړۍ کې يوازينی عمده اقتصاد ګرځېدلی، چې مثبت پرمختګ يې ساتلی دی. د چين په پلازمېنې بېجينګ کې هر کال د دوو ملي مجلسونو کلنۍ غونډې ترسره کيږي، په دغه ښار کې له تېرو ۱۵ ورځو راهيسې د کرونا هېڅ نوې مثبته پېښه نه ده رامنځته شوې.

د بېجينګ ښاروال ډېرې هڅې کوي او د يادو دوو مجلسونو د سږنيو کلنيو غونډو د بريالي تر سره کېدو لپاره يې يو لړ جدي اقدامات نيولي دي. د بېجينګ ښار ترانسپورټ ادارې د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه اعلان وکړ، چې د سږنيو کلنيو غونډو په ترڅ کې يې د ټولو اړوندو موټرونو او ترانسپورټي وسايلو جدي چېک او پلټنې بشپړې کړي او ټولو موټر چلونکو ته يې د کرونا وبا ضد واکسين تزريق کړی دی.

 دغه راز د بېجينګ ښاروالي به د يادو کلنيو غونډو په ترڅ کې هره ورځ د اړوندو موټرونو په دننه او شاوخوا کې د عفونې ضد دوا وپاشي او جدي اداره به يې وکړي. د نړۍ بېلا بېلو مشهورو رسنيو به خپل خبريالان هر کال د چين د دوو مجلسونو د کلنيو غونډو د راپورتاژ جوړولو په پار بېجينګ ته راليږل، ځکه دغه غونډې د نړۍ د پاملرنې وړ دي. د چين حکومت سږ کال د کرونا وبا د خپرېدو د مخنيوي لپاره يوازې په بېجينګ کې د بهرنيو رسنيو ميشتو خبريالانو ته د راپورتاژ جوړولو اجازه ورکړې او نړيوالې رسنۍ کولی شي، چې په بهر کې د چين د يادوو مجلسونو په اړه په ويډيويي او کتبي بڼې مرکې او يا رپوټونه جوړ کړي.

د دوو مجلسو د سږنيو کلنيو غونډو په ترڅ کې د پام وړ مسئلې

۲۰۲۱ کال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له سلمې کليزې سره برابر او د چين د ملي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ څوارلسم ۵ کلن پلان پيل دی. د چين د ۱۳م ملي ولسي کانګرس په ۴مه غونډه کې به پر څوارلسم ۵ کلن پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې د ليرې موخې پر مسودې بحث وشي. د چين لوړ پوړي چارواکي اوس له يوه قيمتي فرصت سره مخامخ دي، څو د خپل وطن د راتلونکو ۵ کلونو د پرمختګ لپاره يوه نقشه جوړه کړي.

 چين اوس د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی. دا چې په راتلونکي کې به پر کوم لوري ګامونه پورته کړي او څه ډول پرمختګ به وکړي، بې له شکه د چين دا چارې به د نړۍ زياته پاملرنه راجلب کړي. د دې تر څنګ د چين کمونېست د جوړېدو سلمه کليزه د چيني مشرانو لپاره خاص اهميت لري، نو دوی به د دوو مجلسونو په سږنيو کلنيو غونډو کې څه سياسي پيغام او معلومات ورکړي؟ دا هم د پاملرنې وړ ټکی دی.

اروپايي هېوادونه او امريکا لا هم د کرونا وبا ضد مبارزه کې سختې هلې ځلې کوي، خو د چين حکومت نه يوازې په خپل هېواد کې وبا کنټرول کړې او مخنيوی یې کړی او اقتصادي پرمختګ يې موندلی، بلکې د ټاکلي پلان له مخې به دغه لويې سياسي غونډې هم جوړې کړي. د چين لپاره د کرونا وبا ضد مبارزې لويه لاسته راوړنه ده، چې نه يوازې د چينايانو، بلکې د دغه هېواد د سياسي نظام برياليتوب هم بلل کېږي.

Previous Post

امرالله صالح: د حزب التحریر فعالیتونو غیر قانوني دي، پر وړاندې یې نظامي اقدام کوو

Next Post

طالبان: موږ هوکړې ته ژمن یو، امریکا دې هم عمل ورباندې وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
طالبان: موږ هوکړې ته ژمن یو، امریکا دې هم عمل ورباندې وکړي

طالبان: موږ هوکړې ته ژمن یو، امریکا دې هم عمل ورباندې وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين صدراعظم به د چين د وارداتو نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو او اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي

د چين صدراعظم به د چين د وارداتو نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو او اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي

نوومبر 3, 2024
په اسيا او ارام سمندر کې د ناټو پراختیا یو ناسم اقدام دی

په اسيا او ارام سمندر کې د ناټو پراختیا یو ناسم اقدام دی

جولای 13, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved