د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هېواد یې غواړي له هند سره شته ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي. نوموړي زیاته کړې، دوی له هند سره د کشمیر په مسئله کې هم خبرو ته اترو ته لېوالتیا لري خو ټینګار یې کړی دی چې په کشمیر کې باید پر روان بشري وضعیت سترګې پټې نه شي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې، پاکستان پر چا د برید پلان نه لري خو که چېرته د بالاکوټ پېښه تکرار شي نو بیا له خپل ځان څخه د دفاع پر چل هم ښه پوهېږي. قریشي ویلي، هند په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په بالاکوټ کې پر یوه دښته بمباري وکړه او ادعا یې وکړه چې په شوي برید کې یې ۳۰۰ ترهګر وژلي دي، په داسې حال کې چې هلته هیڅ ترهګر موجود نه و.
































