رویټرز د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یوه سند ته لاسرسی موندلی چې پکې راځي ایران د اصفهان په اټومي بټیو کې د نوو او پرمختللو سانټرفیوژونو پر مټ د یورانیمو د غني کولو نوې لړۍ پيل کړې ده. رویټرز وایي دا د ایران له لوري له اټومي تړون بله ستره سرغړونه ده. تر دې وړاندې هم د ایران پارلمان له خپل حکومت غوښتي وو چې هره میاشت باید لږ تر لږه شل کیلو ګرامه یورانیم غني کړي. دې مسئلې د اروپایي ټولنې د هېوادونو او امریکا غبرګون هم له ځان سره لرلی دی. تازه امریکا ویلي چې پر ایران د بندیزونو لرې کولو ته هم نه دي تیار او دغه هېواد باید خبرې پيل کړي.
































