هند له امنیتي تهدیدونو سره د مقابلې لپاره له امریکا څخه بې پیلوټه الوتکې پېري. بلومبرګ د یو هندي چارواکي له خولې ویلي چې نوی ډیلی په پام کې لري چې له امریکا څخه تر ۳۰ پورې بې پیلوټه الوتکې واخلي. د یاد چارواکي په خبره، د دې کار موخه د سمندري او ځمکنیو دفاعي چارو پیاوړتیا ده. هند دا پرېکړه په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې یې د پاکستان په ګډون له نورو ګاونډیانو سره اړیکې په ډېر ترینګلي حالت کې دي. ټاکل شوې چې هند د دې پرمختللو بې پیلوټه الوتکو لپاره په راتلونکې میاشت کې تر درې میلیارده ډالرو پورې بودجه ځانګړې کړي. د ویلو ده چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په نږدې لسو کلونو کې د خپل هېواد دفاعي پیاوړتیا لپاره ۲۵۰ میلیارده ډالر لګولي دي.
































