د امریکا په هیوسټن ښار کې یو وسله وال کس درې تنه په ډزو وژلي دي. راپورونه وایي چې دا پېښه تېره شپه د تګزاس ایالت په هیوسټن ښار کې په داسې حال کې رامنځته شوه چې یو وسله وال په یو سوپر سټور کې پر ولاړو کسانو ډزې وکړې او درې کسان یې ځای پر ځای ووژل. د هیوسټن پولیس چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې دوه تنه سرسري ټپیان شوي هم دي. بریدګر د پېښې له ځایه پښې سپکې کړې دي. چارواکو د پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.
































