د ننګرهار د ولایتي شورا غړي وایي چې په دغه ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې لس ملکي کسان وژل شوي دي. د دوی په خبره، عملیات د خوګیاڼو ولسوالۍ ټټنګ سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له خوا پر هغه کور، چې دیني مدرسه پکې وه شوي دي. دوی وایي چې په وژل شویو کې څو حافظان او د مدرسې استادان هم شامل دي. د ولایتي شورا غړي وایي چې د افغان ځواکونو دا عمل د سیمې د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی. په ورته وخت کې د مدرسې زده کوونکو ویلي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د دوی پر مدرسه چاپه وهلې، لومړی یې تر ۱۴ کلونو د لوړ عمر لرونکو شاګردانو سترګې ورتړلې او بیا یې د دوی له مخې وژلي دي. افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































