د څلورو ډلې هېوادونو ویلي چې د اسیا لودیځ ته به د کرونا ضد یو میلیارد دوزه واکسین استوي. د څلورو هېوادونو ډله چې امریکا، استرالیا، هند او جاپان پکې شامل دي وايي تر راتلونکي کال پورې به د هند له واکسینو د اسیا جنوبي هېوادونو ته د کرونا ضد یو میلیارد دوزه واکسین ورسوي. دغه هېوادونو کې چې د څلور ډله به واکسین ورکوي، نیپال، ټایلنډ، لاووس، برما، مالیزیا، ټایلنډ، انډونیزیا او فلپین شامل دي. یاد هېوادونه ټولټال پنځه سوه میلیونه نفوس لري چې ټاکل شوې تر راتلونکي کال پورې یې ټول وګړي د څلور ډلې هېوادونو په مرسته واکسین شي.
































