د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د یمن جګړې پای ته رسول د ولسمشر بایډن په لومړیتوبونو کې قرار لري او نوموړی د یادې جګړې پای ته رسولو ته ژمن دی. د یاد وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې د یمن جګړې پای ته رسول د ولسمشر بایډن د بهرني سیاست مهمه برخه ده او هغه به له ټولو ممکنو لارو هڅه وکړي څو دا جګړه پای ته ورسوي. پرایس زیاته کړې، دوی په جدي توګه د یمن په جګړه کې له ښکېلو لوریو غواړي چې اوربند او جوړجاړي ته ژمن پاتې شي او ټولې ستونزې له ډيپلوماټیکو لارو حل کړي. هغه ټینګار کړی دی چې امریکا په یمن کې د اوربند ټینګښت لپاره منصفانه طرحه لري او هڅه کوي له همدې لارې هر څه ژر د یمن جګړه ځپلو وګړو ته د مرستې رسونې امکانات برابر کړي.
































