د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون وویل چې روسیې د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال ټاکنو کې مداخله کړې ده او خبرداری یې ورکړی دی چې پوتین به د دې کار دروند پور پرې کړي. بایډن دغه راز پوتین قاتل بللی و چې د نوموړي دې څرګندونو د روسیې غوسه راپارولې ده. د بایډن تر دې څرګندونو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې لا ترینګلې شوې دي، کرملین په واشنګټن کې خپل سفیر روسیې ته بللی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا ویلي چې دوی خپل سفیر مسکو ته بللی دی څو د دواړو هېوادونو پر اړیکو له سره غور وکړي. زخاروا څرګنده کړې چې دا ډول بې اساسه څرګندونې به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کړي او پر امریکا یې غږ کړی دی چې باید له پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي.
































