د پاکستان د پوځ لوی درستیز له هند او پاکستان څخه وغوښتل تر څو تېر هېر کړي او د یو بل سره د همکارۍ پر لور ګام پورته کړي. قمر جاوید باجوه وویل چې د مناسبو شرایطو رامنځ ته کول د هند په غاړه دي او زیاته یې کړه چې واشنګټن د سیمه ییزو نښتو په پای ته رسېدو کې هم رول درلودلی دی. نوموړي زیاته کړه چې هند باید مناسب شرایط په ځانګړې توګه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې رامنځ ته کړي. پاکستان او هند تر اوسه درې ځلې جګړه کړې او وروسته له هغې چې په ۲۰۱۹کې د دواړو هیوادونو جنګي الوتکې د یو بل خاورې ته ننوتلې د دوی ترمنځ کړکیچ زیات شو. په ورته وخت کې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم ویلي، هڅه کوي چې له دغه هېواد سره اړیکې سمې کړي خو ویلې یې دي چې په دې برخه کې هند باید لومړی ګام واخلي.
































