زلمی خلیلزاد وایي تمه لري چې نوی کال په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ کال شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي کال د مبارکۍ په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې ده او وایي تمه لري چې نوی کال په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ کال وي. خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغان سولې په اړه د مسکو کنفرانس پای ته ورسېد او ټولو له سیاسي لارې د افغان جګړې پر ختمولو ټینګار وکړ او ټاکل شوې چې په راتلونکې میلادي میاشت کې د ترکیې کنفرانس هم ترسره شي. په دې کنفرانس کې هم پر افغان سوله او ثبات خبرې کېږي.
































