د راپورونو له مخې په ځايي وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې د کلوریډا ایالت په بولډر ښار کې په یوه لوی پلورنځي کې پر عامو وګړو ډزې پيل کړې دي. ویل کېږي چې بریدګر د کلوریډا ایالتي پوهنتون ته نږدې په دې پلورنځي کې پر خلکو ډزې پيل کړې دي چې تر نښتې وروسته یې د یوه پولیس په ګډون لس کسه وژلي شوي دي. پولیس وایي چې بریدګر یې نیولی دی خو د برید اصلي لامل نه دی روښانه شوی. په وروستیو کې په امریکا کې دغه ډول پېښې ډېرې شوې دي خو د امریکا حکومت یې ترهګریزې نه بولي. د بریدګر په اړه هم تر دې دمه بشپړ معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
































