ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او وایي چې د افغانانو رنځ باید نور پای ته ورسول شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې وضعیت تر پخوا خراب شوی دی او نږدې څلوېښت سلنه وګړي په کړکېچ کې ژوند کوي. نوموړې ویلي چې په افغانستان کې باید د سولې لپاره هڅې وشي او ټول تمرکز دې پر دې وي چې نور د افغانانو رنځ او درد ختم کړل شي. لاینز د دوحې د مذاکراتو په اړه ویلي چې د افغانانو په ګډون د افغانستان نړیوال متحدین هم له دې بهیر ناخوښ او ناهیلي شوي دي ځکه نه یوازې دا چې جګړه یې کمه نه کړه بلکې په ډېرو برخو کې جګړې ډېرې شوې دي. هغه همدا راز وایي چې افغانستان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي. لاینز ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت پر ټوله نړۍ اغېز لري نو له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې نړیوال له افغانستان سره د سولې او بشري مرستو په برخه کې همکارۍ ډېرې ک
































