امریکا وایي که ایران وړاندیز ورته وکړي نو له دغه هېواد سره مذاکراتو ته تیار دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې له خپلو فرانسوي، آلماني او برېتانوي سیالانو سره د ایران پر مسئله خبرې کړې دي. بلینکن ویلي چې دوی له ایران سره خبرو ته تیار دي خو لومړی باید دغه هېواد د خبرو او مذاکراتو وړاندیز وکړي. دده په خبره که ایران د مذاکراتو وړاندیز وکړي نو مذاکرات به د اروپايي هېوادونو په کوربه توب ترسره کېږي او په هغه کې به د ایران پر اټومي مسئله بحثونه کېږي. تر دې وړاندې هم امریکا ویلي چې له ایران سره خبرو ته تیار دي، خو ایران بیا وایي چې امریکا دې د خبرو تر پيل مخکې بندیزونه لرې کړي. امریکا بیا وایي چې پر ایران د بندیزونو د ډېرېدو امکان شته، خو د لرې کولو امکان یې تر خبرو مخکې نشته دی.
































