د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، تمه ده چې په ترکیه کې جوړېدونکې غونډه به د افغان سولې په پروسه کې د پرمختګ سبب شي. عبدالله د ترکیې له انادولو خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، د دوحې د خبرو تر څنګ د استنابول غونډې ته تمه شته، چې د سولې په روانو هڅو کې به پرمختګ وشي. عبدالله ویلي، له طالبانو سره به د خبرو نهايي پرېکړه وخت نیسي؛ خو دواړه لوري باید لږ تر لږه پر اوربند موافقه وکړي، چې په هېواد کې د بې ګناه افغانانو وینه ودریږي. د دې ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د بروکسل په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې ټاکل شوې ډېر ژر به په ترکیه کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې غونډه وشي.
































