په تاجکستان کې به د افغانستان په اړه د اسیا زړه په کنفرانس کې پر سوله او بین الافغاني مذاکراتو ډېر تمرکز کېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د آسیا زړه-استانبول بهیر غونډه دا ځل په تاجکستان کې جوړېږي چې ددغه بهیر ګډونوال به پر بېلو مسایلو خبرې وکړي خو تر ټولو ډېر تمرکز به پر افغان سوله او بین الافغاني مذاکراتو وي. په دغه غونډه کې د ناټو او شاوخوا ۱۲ نورو نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي تر څنګ به یې ولسمشر غني او د هغه تاجک سیال امام علي رحمان هم دغه کنفرانس ته وینا وکړي. بهرنیو چارو وزارت وایي چې غونډه د راتلونکې دوشنبې او سې شنبې په ورځو جوړېږي. د اسیا زړه- استانبول بهیر د کنفرانسونو سلسله ده چې د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې د افغانستان په اړه پيل شوه او له هغې مهاله بیا تر ننه هر کال جوړېږي او د افغانستان اړوند مهم مسایل پکې تر بحث لاندې وي.
































