په ټایوان کې له رېل پټلۍ څخه د اورګاډې د وتلو له امله ۳۶ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د اسوشېټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې دغه پېښه نن د ټایوان په ختیځ کې رامنځته شوې ده. د هوالین ښار چارواکو ویلي په یاد اورګاډې کې ۳۵۰ تنه مسافرین سپاره وو او په وینا یې د پاتې کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي. د ټایوان د اورګاډې ادارې یوه چارواکي ویلي چې تر پېښې وروسته ګڼ شمېر کسان ژغورل شوي، خو زیاته کړې ده چې د نورو کسانو د ژغورلو هڅې هم روانې دې. ویل کیږي چې دغه اورګاډي د تیلو له یوه موټر سره ټکر کړی دی.
































