برېتانیا د پاکستان نوم د سفرونو د بندیز په سره لېست کې راوستی دی. برېتانوي چارواکو ویلي چې د کرونا له نوې څپې سره هممهاله یې ځينې هېوادونه د سفرونو د بندیز په سره لېست کې راوستي دي چې په هېڅ صورت د دوی وګړو ته د سفر او تګ راتګ اجازه نشته ده. برېتانوي چارواکو یې په ظاهره لامل د کرونا ویروس پراختیا ښودلې خو ځينې رسنۍ وایي چې دا پرېکړه سیاسي اړخ لري. راپورونه وايي چې د ځينو احتمالي ګواښونو د ختمولو لپاره ښايي پاکستان د سفرونو د بندیز په سره لېست کې راغلی وي. پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































