سعودي عربستان ویلي چې له اسراییل سره یې د اړیکو عادي کېدل د سیمې په ګټه دي. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي چې له اسراییل سره د دغه هېواد د اړیکو عادي کېدل د ټولې سیمې په ګټه دي. نوموړي زیاته کړې، که څه هم دا مسئله له فلسطین سره د اسراییل د اړیکو په عادي کېدو پورې تړلې ده خو بیا هم ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو سالمې اړیکې د سیمې په ګټه دي او په خبره یې، دوی له اسراییل سره په مشروط ډول د اړیکو عادي کولو ته چمتو دي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وړاندې تر دې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې سعودي هڅه کوي دې مسئلې ته توجیهات پیدا او خپلې اړیکې له اسراییل سره عادي حالت ته راوګرځوي.
































