ایران وایي له امریکا سره د هېڅ ډول مستقیمې یا غیر مستقیمې مذاکرې پلان نه لري. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي په تازه څرګندونو کې ویلي چې له امریکا سره د هېڅ ډول خبرو لپاره تیار نه دي، ځکه دغه هېواد هوکړه ماته کړې ده او پر ایران یې د توافق خلاف بندیزونه وضع کړي چې باید لرې کړل شي. نوموړی به په نږدې ورځو کې پلازمینې وېن ته لاړ شي او هلته به د ۲۰۱۵ز کال اټومي هوکړه کې له شریکو هېوادونو سره ګوري. ایراني چارواکي وایي په وین کې د ۱+۴ هېوادونو له استازو سره ګوري او پر دې به خبرې کېږي چې امریکا باید د مذاکراتو لپاره لومړی کوم ګامونه اوچت کړي. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ایراني او امریکایي استازي به ډېر ژر یوه غیر رسمي لیدنه ولري او پر اټومي مسایلو به خبرې کوي.
































