د اندونیزیا په فلورس جزیره کې د تېزو بارانونو او سیلابونو له امله ۲۳ کسانو خپل ژوند بایللی دی. په ورته وخت کې راپورونه وایي چې په ختیځ تیمور سیمه کې هم د سختو ورښتونو او ځمکښویېدنې په پایله کې اته تنه مړه شوي دي. رویټرز اژانس د اندونیزیا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د ویاند له خولې ویلي چې د روانې اوونۍ له پیله تر اوسه د دغه هېواد په بېلو سیمو کې له سیلابونو سره مل سخت ورښتونه پیل شوي دي چې له امله تر اوسه تر دېرش ډېر کسان مړه شوي او په زرګونو نور یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي. دغې ادارې په یادو سیمو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو وړاندوینه هم کړې ده.
































