په بنګله دېش کې د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی. راپورونه وایي، په بنګله دېش کې یوه کښتۍ چې ۵۰ تنه په کې سپاره وو له یوې بلې باروړونکي کښتۍ سره جنګېدلې او لږ تر لږه ۲۶ تنه په کې مړه شوي دي. دا پېښه د پلازمېنې ډاکه ښار په جنوب کې د شیتالخسیا په نامه سیند کې رامنځته شوې ده. چارواکي وایي چې په دې پېښه کې لومړی یوازې شپږ تنه مړه شوي وو، یو شمېر ورک وو او ځینې نورو یې بیا ځانونه په لامبو وهلو سره ساحل ته رسولي وو، خو کله چې ژغورونکې ډله د پېښې ځای ته ورسېده نو مالومه شوه چې په پېښه کې د سپرو پنځوسو کسانو له ډلې ۲۶ هغو یې خپل ژوند بایللی دی. چارواکو دغه راز ویلي چې یو شمېر نور نادرکه هم دي چې ژغورونکې ډلې یې د پیدا کولو په لټه کې دي.
































