ګڼو امریکایي بنسټونو له ولسمشر بایډن غوښتي چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي. په امریکا کې د سرتېرو له حقونو د دفاع، پخوانیو پوځيانو، د پوځیانو د کورنیو اړوند او جګړې ضد ګڼو بنسټونو په یوه لیک کې له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د دوحې له هوکړې سره سم خپل سرتېري تر مۍ میاشتې پورې له افغانستان وباسي. دوی ویلي چې امریکا په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره جګړه کړې ده او اوس ددې وخت دی چې دغه جګړه پای ته ورسول شي. دغه فعالینو همدا راز ټینګار کړی چې امریکا باید نور په دغه جګړه کې له ښکېلتیا په شا شي او سرتېري یې دې خپلو کورونو ته ستانه کړي. دغه غوښتنې داسې مهال کېږي چې د بایډن اداره له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه زړه نازړه ده. تېره ورځ هم سپينې ماڼۍ ویلي وو چې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان د سرتېرو ایستل ناممکن کار دی.
































