د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي امریکا تورې بحیرې ته دوه جنګي کښتۍ لیږي. دا جنګي کښتۍ په داسې وخت کې تورې بحیرې ته ځي چې د اوکراین او روسیې تر منځ جنجال تود شوی دی. ترکیې ویلي چې دا کښتۍ به د مې میاشتې تر څلورمې نېټې هلته پاتې وي او ټاکل شوې چې بله اوونۍ تورې بحیرې ته داخلې شي. په ترکیه کې د امریکا سفارت په دې هکله د خبرو کولو نه ډډه کړې خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي دیپلوماتیک چینلونو ورته ۱۵ ورځې وړاندې خبر ورکړی چې د امریکا دوه جنګي کښتۍ به تورې بحیرې ته ولاړې شي. ویل کیږي چې دا کښتۍ به د بسفر او داردانیل د تنګیو له لارې تورې بحیرې ته ننوځي او د دې کار لپاره واشنګټن مجبور دی چې ترکیې ته لږ تر لږه ۱۵ ورځې وړاندې خبر ورکړي.
































