د اروپايي ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په ایران کې د ۹۸ کال د لاریونونو د ځپلو له امله یې د ایران پر مهمو اتو چارواکو بندیزونه وضع کړي او ددوی نومونه یې په تور لېست کې راوستي دي. په دې کې د ایران د سپاه پاسداران د مشر نوم هم شامل دی. اروپايي ټولنه وایي دغه کسانو لاریونونه ځپلي دي، لاریون کوونکي یې وژلي دي، بندیان کړي یې دي او له بشري حقونو یې سرغړونه کړې ده. ایران بیا وایي د اروپايي ټولنې ددې کار په ځواب کې به له دغه ټولنې سره پر مهمو مسایلو روانې خبرې وځنډوي.
































