ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ ګړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند وکړي. نوموړي د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې روژه د یو بل د زغملو، مهربانۍ او انسان دوستۍ میاشت ده نو طالبانو ته هم په کار ده چې د افغانانو پر وړاندې خپله روانه کړې جګړه پای ته ورسوي او اوربند ته غاړه کېږدي. ولسمشر غني همدا راز په دې ویډیويي پیغام کې د افغان ځواکونو له سرښندونو ستاینه کړې ده او پر دوی یې غږ کړی چې د روژې مبارکې میاشتې په ورځو او شپو کې دې د خپلو خلکو د امنیت لپاره هڅې ډېرې کړي. ولسمشر په خپلو څرګندونو کې له دیني علماوو هم غوښتي چې په خپلو بیانیو او ویناوو کې خلک سولې ته وهڅوي، د جګړو په کمولو کې خپل رول ادا کړي او خپل ولسونه د یو بل لاسنیوي او مرستې ته راوبولي.
































