چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امریکا؛ اور وژونکې که اور بلونکې؟!

لیکوال: جو یونګ بیاو/ ژباړن: شي مونګ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 15, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
امریکا؛ اور وژونکې که اور بلونکې؟!
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په افغانستان کې د امریکا نامسؤلانه کړه وړه ان جرمونه د تندلارۍ او تروریستي ډلو د پراختیا مهم لامل دی او اوس افغانستان او حتی ټولنه نړۍ د امریکا د غلطۍ بیه ورکوي.

سږ کال د امریکا له خوا د افغانستان جګړې شلمه کالیزه ده. شل کالونه تیر شوي خو د افغانستان امنیتي حالات نه یوازې دا چې ښه شوي نه دي، بلکې ورځې تر بلې د خرابېدو په حال کې دي. د دغې ستونزې اصلي سبب امریکا ده.

امریکا د افغانستان په حالاتو کې له اوږدې مودې راهیسې په سپین سترګۍ سره د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې تندلارۍ ته وده ورکړې ده. د سړې جګړې په موده کې امریکا له شوروي اتحاد سره د مقابلې لپاره د اسامه بن لادن په ګډون له ډیرو کسانو سره ډیرې مرستې کړې وې خو د شوروي اتحاد له وتلو وروسته یې پریښودل او دغه راز افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ او تندلارۍ پټنځای وګرځید او امریکا ته یې هم زیانونه ورسیدل. ورپسې امریکا بیا له نورو اړوندو قواوو سره د مقابلې لپاره ځینو وسله والو کسانو ته وده ورکړې ده.

امریکا وخت نا وخت  له وسله والو څخه په دې موخه ملاتړ کړی چې په مناسب وخت کې د خپلو سیاسي ګټو لپاره ترې استفاده وکړي. مثلاً دا چې د اوباما حکومت په خاص زمان کې اسامه بن لادن وواژه، موخه یې دا وه چې تر یوې اندازې پورې د افغانستان مسئلې په اړه خپله ستراتیژي پیاوړې کړي او عامه افکار له افغانستان څخه د امریکا د وتلو لپاره آماده کړي. ولی د ټرامپ حکومت په لومړی وخت کې د داعش فرعي څانګې خرسان ته صبر وکړ او سبب یی دا و چې هغه غوښتل چې په یو مناسب وخت کې د خرسان د ځپلو له لارې له افغانستان څخه د دوی د وتلو لپاره پلمه برابره کړي. خو متاسفانه د خرسان قواوې په دې وخت کې په افغانستان کې پاتې او پیاوړی شوې دي.

امریکا په خودسرانه توګه له طالبانو سره تړون لاسلیک کړی دی خو د افغانستان امنیتي حالات او د ځایي خلکو خوندیتوب یې په فکر کې نه دی نیولی. امریکا د خپلو ملګرو هېوادونو د مخالفت سره سره پر افغان حکومت فشار واچاوه چې د طالبانو په غوښتنه ۵ زره طالب بندیان خوشي کړي. د امریکا دغه کړنو په لرې راتلونکې کې د افغانستان حالات له خطر سره مخ کړی دی.

د دې ترڅنګ امریکا او ملګرو یې په هوایي بمباريو کې ډیرو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې. په ۲۰۲۰ کال کې د م م د راپور له مخې په تیرو ۱۰ کالونو کې څه دپاسه سل زره عامه افغانان وژلي یا ټپیان شوي وو چې له دې جملې څخه ډیرې پېښې د امریکا د بمباریو په ترڅ کې رامنځته شوې وې. امریکا په ۲۰۱۹ کال کې د دیالوګ میز ته د طالبانو د اړایستلو لپاره د تیرو کالونو په پرتله زیات بمونه استعمال کړل خو د امریکا د ځانګړې شمیرنې له مخې په دې بمباریو کې ۱۰۸ تنه عامه افغانان وژل شوي وو.

د بشري حقوقو شنونکو دا څرګنده کړه چې د امریکا بمباریو عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې مګر امریکا یی نه مني او د خپلو دې کړنو له امله بښنه نه غواړي. امریکا خپله ګناه نه مني بلکې پر امریکایي نظامیانو او استخباراتي کسانو د نړیوالې جزایي محکمې د پلټنې مخه نیسي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو، شکنجو، سپکاويو او جنسي ځورونو تورن دي. د ۲۰۲۰ کال د جون په ۱۱ مه نیټه د امریکا حکومت د یادې محکمې پر هغو کارکوونکو بندیزونه لګولي دي چې په افغانستان کې د امریکا د نظامیانو او استخبارتي کسانو له پلټنې سره مستقیم تړاو لري.

نو دې ټولو ته په پام سره ویلای شو چې امریکا خپله په افغانستان کې اور بلونکې ده خو اوس غواړي د اوروژونکي تر نوم لاندې پر اور باندې تیل واچوي. د افغانستان د حالاتو په شدت کې امریکا لاس لري نو دا اسانه نه ده چې د نظامیانو د ایستلو له لارې ټولې ستونزې حل کړي.

(لیکوال د لان جو پوهنتون پروفیسر دی او د دغې لیکنې چیني بڼه د چین په جیه فانګ جون باو ورځپاڼه کې خپره شوې)

Previous Post

د کاناډا پخوانی سفیر: د افغان جګړې د ختمولو لپاره د سرتېرو ایستل غوره تګلاره نه ده

Next Post

بلینکن له باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
بلینکن له باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې

بلینکن له باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایران:له خپلواک او سوله ییز افغانستان ملاتړ کوو

ایران:له خپلواک او سوله ییز افغانستان ملاتړ کوو

اکتوبر 19, 2020
د چين او کمبوديا ترمنځ ټينګه دوستي

د چين او کمبوديا ترمنځ ټينګه دوستي

اپریل 19, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved