د ملي امنیت شورا وایي، دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه له ۹۶ سلنې زیات پوځي عملیات خپله ترسره کوي او په خبره یې دغه ځواکونه په بشپړ ډول د افغانستان امنیتي مسؤلیت اخېستو ته چمتو دي. د دغې شورا د دفتر ویاند رحمت الله اندړ وایي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهال له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او له تخنیکي پلوه ځان بسیاینې ته رسېدلي دي. ملي دفاع وزارت هم وایي چې له تېر یوه کاله را په دېخوا ډېری پوځي عملیات افغان ځواکونه طرحه او تطبیقوي او دا مهال د افغانستان په هېڅ سیمه کې له افغان ځواکونو سره بهرني ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ولاړ نه دي. دفاع وزارت دغه راز د اردو شمېر له۲۰۰ زرو زیات بولي او وایي چې دوی په پام کې لري د دغو ځواکونو شمېر نور هم زیات کړي.
































