د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره یې د افغان سولې په تړاو ټلفوني خبرې کړې دي. قریشي پر خپل ټویټر لیکلي چې نوموړي له اتمر سره د سولې بهیر پر چټکتیا خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، هیله من دی چې اتمر سره لومړی د استانبول کنفرانس کې وګوري او وروسته یې په اسلام اباد کې کوربتوب وکړي. استانبول کنفرانس چې د افغان سولې د سرنوشت څرګندتیا لپاره مهم بلل شوی دی، افغان حکومت ویلي چې دوی د ګډون کوونکو نوملړ بشپړ کړی دی. طالبانو که څه هم تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې ویلي وو چې څو پورې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي دوی په ورته کنفرانسونو کې ګډون نه کوي.
































