په مصر کې له خط د یوه اورګاډي د وتلو له امله ۱۱ کسه وژل شوي او ۹۸ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه د نیل دلتا ته نږدې سیمه کې شوې ده. د مصر روغتیايي چارواکي وایي چې له پنځه پنځوسو امبولانسونو په استفادې یې د پېښې ټپیان شاوخوا روغتونونو ته لېږدول دي چې د ځینو روغتیايي وضعیت ترینګلی دی. په پېښه کې د ۱۱ کسانو د وژل کېدو او ۹۸ نورو د ټپي کېدو پخلی شوی دی. په مصر کې تېره میاشت هم د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۲۰ کسه وژل شوي وو، مصري چارواکي وایي چې د وروستۍ پېښې د اصلي لامل په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.
































