امریکایي خصوصي امنیتي کمپنۍ بلک واټر له یوې روسي کمپنۍ د مرستې غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې د روان میلادي کال په لومړیو کې د اریک پرېنس په مشرۍ بلک واټر امریکایي کمپنۍ په موزمبیق او لیبیا کې له واګنېر روسي امنیتي کمپنۍ چې ډېر یې د روسیې نیمه پوځي ډله بولي د مرستې غوښتنه کړې ده. د ټرمپ نږدې ملګري اریک پرینس دغه وړاندیز واګنېر ګروپ ته کړی خو اوس تازه دغه روسي کمپنۍ یادې ګنګوسې رد کړې دي. بلخوا واګنېر ګروپ د امریکا له لوري په تور لېست کې شامله شوې ده او د بلک واټر له لوري له دغه کمپنۍ د مرستې غوښتنه د پوښتنې وړ ده. امریکايي کارپوهان وایي چې دا د بلک واټر له لوري له بندیزونو ښکاره سرغړونه ده او داسې ښکاري چې بلک واټر په خپلو چارو کې ناکامه ده نو ځکه له روسانو د مرستو غوښتنه کوي.
































