چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ګرينلنډ د شوني تړون په چوکاټ کې څه شامل دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 23, 2026
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۲۱مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د ناټو له سرمنشي مارک روټي سره يې د ګرينلنډ په اړه د شوني تړون چوکاټ جوړ کړی دی. په ورته وخت کې مارک روټي هم رسنيو ته منلې، چې هغه له ولسمشر ټرمپ سره ګډو نظريو ته رسیدلی دی.

ټرمپ: امريکا به هر هغه څه تر لاسه کړي چې غواړي يې

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ټرمپ پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې له روټي سره یې په ليدنې کې د ګرينلنډ او حتی د ټولې ارکټيکې سيمې د راتلونکي تړون چوکاټ برابر کړی او اړوند پرمختګونه به يې په مناسب وخت کې له رسنيو سره شريک کړي.

هغه د شوني تړون د چوکاټ په اړه تفصيل نه دی روښانه کړی، خو دومره یې ويلي، چې دغه لايحه د دفاع او د معدنونو د استخراج په ترتيباتو پسې تړاو لري او ټولو ته به امتيازونه برابر کړي او په خبره یې، امريکا چې څه غواړي، نو هغه به څه ترلاسه کوي.

ټرمپ په ورته وخت کې ويلي، چې هغه د دغه چوکاټ پر بنسټ د اروپا پر اتو هېوادونو د زیاتو تعرفو له هغه پلانه هم لاس په سر شوی، چې ټاکل شوې وه د فبرورۍ په لومړۍ نېټه به نافذ شي.

سي اېن اېن په يوه خبر کې ويلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګرينلنډ د تړون لپاره ډېر زیات وخت ټاکلی او دغه تړون د ګرينلنډ د کنټرول لپاره د ده غوښتنې پوره کولی شي.

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي سکرټرې کاروليني ليويټ رسنيو ته ويلي، چې د ياد تړون چوکاټي تفصيل د اړوندو خواوو نهايي تاييد ته اړتيا لري او وروسته به اعلان شي.

هغې دا هم ويلي، که امريکا ياد تړون ته ورسېږي، نو واشنګټن به په ډېرې کمې بيې په ګرينلنډ کې ټول ستراتيژيک هدفونه عملي کړي.

په تړون کې څه شامل دي؟

امريکا او ناټو د ياد تړون د چوکاټ تفصيل نه دی اعلان کړی. خو د امريکا او اروپا خبري رسنيو ويلي، چې په دغه تړون کې د ګرينلنډ د حاکميت مسئله نه ده شامله، خو ممکن هغه محتويات پکې شامل وي چې امريکا به په ګرينلنډ کې د ګولډن ډوم (Golden Dome) د توغنديو د دفاع سيسټم ځای پر ځای کوي او بل د ګرينلنډ د دفاع هغه تړون به نوی کوي چې امريکا او ډنمارک په ۱۹۵۱م کال کې لاسليک کړی و او هم به ناټو په ارکټيکې سيمې کې خپل فعاليتونه زياتوي.

د سي اين اين د خبر له مخې، امريکا او ډنمارک په ۱۹۵۱م کال کې د ګرينلنډ د دفاع تړون لاسليک کړی، چې له مخې يې همغه مهال امريکا ته اجازه ورکړل شوې چې په ګرينلنډ کې په دايمي توګه پوځونه ځای پر ځای کړي.

د ناټو د يو چارواکي په قول، ناټو د روانې مياشتې په ۲۱مې نېټې د هغه وړانديز په اړه سلا مشورې کړي، له مخې یې ډنمارک به امريکا ته اجازه ورکوي چې په ګرينلنډ کې لا زياتې نظامي اډې جوړې کړي.

برسیره پر دې، ګرينلنډ د نادره ځمکې، ګريفائټ او مسو په شمول د انرژيو د بدلون او د چيپ پراخې سرچينې لري، چې لوړ ستراتيژيکي او اقتصادي ارزښت ورپسې غوټه دی. په دغه تړون کې ښايي د معدن د استخراج حقونه هم شامل وي.

د ناټو سرمنشي: امريکا او ناټو به په راتلونکې کې ډېرې خبرې ولري

مارک روټي د جنورۍ په ۲۱مې نېټې د امريکا خبري رسنيو ته ويلي، چې هغه له ټرمپ سره ښه لیدنه درلوده او پر ټولنيزو رسنيو د ټرمپ خبرې يې سمې بللې دي او په خبره یې، هغه به له ټرمپ سره نورې خبرې هم ولري.

روټي د امريکا فوکس نيوز ته ويلي، چې له ټرمپ سره یې په لیدنې کې د ارکټيکې سيمې امنيت ته هم پاملرنه کړې، چې هلته باید ډېر کارونه ترسره شي او په خبره یې، ناټو باید د دې سیمې د ساتلو لپاره د ځمکې، سمندر او هوا اختیار ولري.

د ناټو وياند اليسن هارټ ويلي، چې سرمنشي روټي له ټرمپ سره د لیدنې په ترڅ کې د ګرينلنډ د حاکميت په هکله هيڅ جوړ جاړی نه دی کړی.

د ډنمارک لومړۍ وزيرې ميټي فريډيريکسين د جنورۍ په ۲۲مې نېټې رسنیو ته ويلي، چې مارک روټي د ډنمارک او ګرينلنډ په استازيتوب له نورو خواوو سره د خبرو اترو حق نه لري.

نوموړې ويلي، ډنمارک به خپل حاکميت له لاسه ورنه کړي او ګريڼلنډ به د ډنمارک يوه برخه وي.

د ډنمارک بهرنيو چارو وزير لارس لوکي راسموسين د روانې مياشتې په ۲۱مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هغه به ټرمپ ته مخامخ ووايي، چې هېواد به يې له امريکې سره د ګرينلنډ د حاکميت په اړه هیڅ خبرې ونه کړي او امريکا به ګرينلنډ ترلاسه نه کړي او دا يې د هېواد سره کرښه ده.

Previous Post

هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي

Next Post

شي جين پينګ د پوځي تيوريو د کاري مقرراتو د خپرېدو فرمان لاسليک کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ د پوځي تيوريو د کاري مقرراتو د خپرېدو فرمان لاسليک کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اندونیزیا: نن مو د خوراکي توکو مرسته افغانستان ته واستوله

اندونیزیا: نن مو د خوراکي توکو مرسته افغانستان ته واستوله

جنوري 9, 2022
یو شمېر اروپایي هېوادونه اوکراین کې جنګي جرمونه څېړي

یو شمېر اروپایي هېوادونه اوکراین کې جنګي جرمونه څېړي

مې 22, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ