سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home معلوماتي خپرونې

ګوګل

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 26, 2021
in معلوماتي خپرونې
0
ګوګل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

فولکس واگن

  پاناسونیک

فیسبوک

ګوګل په لومړي سر کې یوه څېړنیزه پروژه وه، یاده پروژه لري پېج او سرګي برین پیل کړه او دوی دواړو په سټانفورډ پوهنتون کې دوکتورا اخیسته. د دې پروژې نوم بک رب و، په دې پروژه کې د ځينو سایټونو لیکونه راټول شوي وو، په دې توګه به خلکو یو څه پلټل او د شته لیکونو له لارې به یې اړیکه سره ټینګه شوه او سره یو ځای به شول او که به د چا کومه موضوع  پکار وه، په همدې ځای کې به یې د معلوماتو نوم لیکلو او که به په یو ځای شوو سايټونو کې په دې اړه څه وو، هغه به یې تر لاسه کړل. ګوګل په لومړي سر کې یوه خپلواکه وېبپاڼه نه وه، یوازې د رنک ډيسک په ڼامه وېبسايټ یو فرعي وېبسایټ و، چې وروسته بیا د ۱۹۹۷ کال په ډسمبر کې خپلواک وېبسایټ شو او په همدې نامه یې فعالیت پیل کړ.

ګوګل د ټکنالوژۍ یوه امریکایي ګڼ ملتیزه کمپنۍ ده، چې په انټرنېټ پورې د اړوندو خدمتونو او محصولاتو د وړاندې کولو په برخه کې کار کوي. ګوګل کمپنۍ په ۱۹۹۸ کال د لیري پیج (Larry Page) او سرګي برین (Sergey Brin)  لخوا چې هغه وخت د امریکا په سټانفورډ پوهنتون کې د دوکتورا دورې محصلین وو، د متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالت په مینلوپارک سیمه کې تاسیس شوه، چې تر دې دمه په خپله برخه کې په ښه توګه کار کوي.

لیري پېج چې پوره نوم یې لارینس پېج دی، یو امریکایي کمپیوټرپوه دی چې د ۱۹۷۳ کال د مارچ په ۲۶مه په امریکا کې زیږېدلی دی او له سرګي برین سره په ګډه یې د ګوګل کمپني جوړه کړې ده.‌ لیري پېج اوس د ګوګل د پوښونکې کمپنۍ الفابېټ آی اېن سي (Alphabet INC) اجراییه رییس دی، په داسې حال کې چې د لیري شریک سرګي برین چې پوره نوم یې سرګي میخایلوویچ برین دی، یو روسي الاصله امریکایی دی چې د ۱۹۷۳ کال د اګست په ۲۱مه په روسیه کې پیدا شوی دی.

ګوګل په پیل کې په کلیفورنیا کې د (Susan Wojcicki)  چې اوس د یوټیوب کمپنۍ اجراییه رییسه ده،‌ د کور په ګراچ کې کار پیل کړ‌ او لومړنی کارکوونکی یې کریګ سیلورسټین و، چې دی هم په سټانفورډ پوهنتون کې د ګوګل د بنسټ اېښودونکو د دوکتورا دورې ملګری و.‌‌

د ګوګل د انکشاف لپاره لومړنۍ ونډه چې یو لک امریکایي ډالره وه، د ۱۹۹۸ کال په اګسټ کې د (Sun Microsystems, INC)   کمپنۍ یوه بنست اېښودونکي انډي بیکټولشیم (Andy Bechtolsheim) برابره کړه. د ۱۹۹۹ کال په لومړیو کې سرګي برین او لیري پېج داسې پرېکړه وکړه چې د لټون د دغه انجن جوړول ډېر کار او ډېر وخت غواړي، نو په دې توګه هغه د دوی د درسونو مخه نیسي، نو ښه به دا وي چې خپله کمپنۍ خرڅه کړي،‌ هغوی د دې کار لپاره د اېکسایټ (Excite)  کمپنۍ اجراسیه رییس جورج بیل ته مراجعه وکړه او ورته یې وویل چې که غواړي هغوی به خپله کمپنۍ د یو میلیون ډالرو په مقابل کې پرې خرڅه کړي،‌ خو جورج د هغوی وړاندیز رد کړ.

سرګي او لیري بیا خپل کار ته دوام ورکړ.‌ د ۱۹۹۹ کال د جون په ۷مه له ګوګل سره د ۲۵ میلیونو ډالرو د ونډو ورکړه اعلان شوه، چې لویو پانګه‌والو پکې برخه واخیسته.

پنځه کاله وروسته د ۲۰۰۴ کال د اګسټ په ۱۹مه ګوګل خپل لومړنی خدمت عامو خلکو ته وړاندې کړ. دغه وخت لیري پېج،‌ سرګي برین‌ او ایریک شمیت په خپلو کې سره هوکړه وکړه، چې تر ۲۰ کلونو یانې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په ګوګل کې ګډ کار کوي.‌‌ په همدغه یانې ۲۰۰۴ کال ګوګل د کلیفورنیا ایالت ماونټین ویو په سیمه کې یوه نوي ځای ته ولېږدېد او د ګوګل پلېکس په نامه یې کار ته دوام ورکړ.‌ له کلونو بریالي سفر وروسته د ۲۰۱۵ کال په اګسټ کې ګوګل د خپلو نورو خویندو کمپنیو تر څنګ، د الفابېټ آی اېن سي تر چتر لاندې راغله.‌

ویل کیږي چې ګوګل له ۲۰۰۷ کال راهیسې هره ورځ په ټوله نړۍ کې له یو میلیون څخه ډېر د ډېټا سرورونه چلوي.‌ همدارنګه له ۲۰۰۹ کال راهیسې هره ورځ له یو بېلیون یا زر میلیونه ډېرې د لټون یا سرچ غوښتنې ځوابوي.

په ۲۰۱۱ کال کې په یوه میاشت کې د ګوګل د لومړي ځل کتونکیو شمېر له زرو میلیونو کسانو ډېر شو، چې دا د ۲۰۱۰ کال په نسبت چې په یوه میاشت کې به تر ۹۳۱ میلیونو خلکو ګوګل کتلو، ۸.۹ سلنه ډېرښت و.‌ په ۲۰۱۳ کال الیکسا انټرنېټي کمپنۍ (Alexa Internet, Inc)چې مرکز یې په کلیفورنیا کې دی او د سوداګریزو ویب‌سایټونو د ټرافیکو په هکله معلومات او تحلیلونه وړاندې کوي، ګوګل په نړۍ کې د تر ټولو ډېر کتل کېدونکي ویب‌سایټ په توګه اعلان کړ.‌

د ۲۰۱۳ کال په جنوري میاشت کې ګوګل اعلان وکړ چې یادې کمپنۍ د ۲۰۱۲ کال په موده کې ۵۰ زره میلیونه امریکایي ډالر ګټه کړې ده. په دې توګه هغوی په ۲۰۱۱ کال کې د خپلې ۳۸ زره میلیونه امریکایي ډالرو په کړې ګټې باندې پښه واړوله.

دا لیکنه د ګوګل په هکله د یوې قالینې د زرګونو ګلانو له جملې څه د یوه ګل په مثال ده‌ او ګوګل د ګوګل سرچ (لټون)،‌ ګوګل الرټس، ګوګل بکس (کتابونه)،‌ ګوګل فینانس،‌ ګوګل هوټل فاینډر،‌ ګوګل فلایټ سرچ،‌ ګوګل آیمج سرچ، ګوګل ټرانسلېټ،‌ ګوګل نیوز، ګوګل سکالر، ګوګل اډ ورډز،‌ ګوګل شاپنګ او… په څېر سلګونه برخې او څانګې لري.

په اوس وخت کې ګوګل د ورځې له ۱۲۱ میلیونو امریکایي ډالرو څخه ډېره ګټه یوازې د اعلانونو د خپرولو یا د ګوګل اډ ورډز له لارې تر لاسه کوي.‌‌

ګوګل کمپنۍ ځان ته یو شعار او یوه فلسفه لري، دوی وايي، تاسې کولی شی له شرارت او ګډوډۍ پرته پیسې وګټی. دوی وايي، یوازې فکر وکړئ او کوښښ وکړئ، د دې پر ځای چې نور ووژنئ، د فکر او کوښښ له لارې پيسې وکټئ. دوی وايي، کار کول ګران دي او ستونزې لري، نو تاسې کوښښ وکړئ چې له ستونزو د یوه ګیم په څېر ګټه پورته کړئ او له هغې خوند واخلئ.

ګوګل کمپنۍ په خپل تاریخ کې له ډېرو لوړو ځوړو سره مخ شوې ده. په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې مهمو مدیرانو یاده کمپنۍ یوازې پرېښوده، لکه په ۲۰۰۷ کال کې بنجامین لنګ فیسبوک کمپنۍ ته ولاړ او ګوګل یې پرېښود، ګیدویون د ګوګل له یوټیوب څانګې ولاړ او له فیسبوک سره یې کار پيل کړ. شریل سندبرګ فیسبوک ته ولاړ، چې د دې ادلون بدلون له امله لرې پیج بېرته عمومي مدیر شو او اریک اشمیت اجرايي مدیریت ته انتخاب شو. خو له ۲۰۱۵ کال راپدېخوا تر اوسه پورې سوندار پیچای د دې کمپنۍ اجرايي او عملیاتي مدیر دی. د ګوګل یوه بله فلسفه دا ده چې غواړي طبعیت ته ګټور تمام شي، دوی د همدې لپاره ډېر لګښتونه کوي څو په نړۍ کې داسې وسایل تولید کړي، چې چاپېریال ته زیان ونه لري. په ۲۰۰۶ کال کې یادې کمپنۍ پرېکړه وکړه چې سلګونه بېترۍ سره یو ځای کړي څو د لمر له لارې چارچ شي او لږ تر لږه د دوی د کمپنۍ ۳۰ سلنه برېښنا تولید کړي. په دې توګه دا په امریکا کې د لمریزې برېښنا د تولید تر ټولو ستر سیستم دی. ګوګل چې په خپلو ځمکو او ودانیو کې کوم چمن کرلي، د هغې د لنډولو لپاره له ماشینه کار نه اخلي؛ بلکې د وزو رمې یې ساتلي دي. دا هم د دوی د فلسفې او فکر عمل ښيي چې غواړي چاپېریال ته ګټور تمام شي. سره له دې هم هارپر مجلې ګوګل کمپنۍ تورنه کړې چې دوی یوازې شعار ورکړ دی؛ بلکې نظر هغو برېښنا ته چې دوی یې لګوي او نظر هغو چاپېریال ته چې دوی یې ککړوي، د څو رمو وزو ساتل هېڅ هم دي.

ګوګل تر اوسه پورې تر سلو ډېرې کمپنۍ پېرلې دي. دا کمپنۍ تر ډېره په متحده ایالاتو او د سانفرانسیسکو په خلیجي سیمو کې پرتې دي. په لنډه توګه به یې ځينې درته معرفي کړو:

ګوګل صفحه

دا د ګوګل کمپنۍ لومړنۍ صفحه یا کاروبار دی، چې تاریخ یې ۱۹۹۸ کال ته ورګرځي. ګوګل میلیاردونه وېب‌پاڼې په دې صفحه کې سره یو ځای کړې څو مینوال وکولی شې له دې لارې د خپلې خوښې وړ معلومات پیدا کړي. سره له دې چې دا کار د نړۍ د ډېری وګړو خوښ دی، خو په ۲۰۰۳ کال کې نیویارک ټایمز شکایت وکړ چې دا د کاپي حق ته نه درناوی دی او په دې توګه ګوګل غواړي د نورو حقوق تر پښو لاندې کړي.

یوه بله مسئله چې ګوګل کار ورباندې کاوه، ګوګل بوکز وه، په دې توګه ګوګل کتابونه سکن کول او هغه کتابونه چې خپروونکو به یې اجازه ورکوله، هغه یې پر خپلو وېب‌پاڼو خپرول، وروسته د ۸۰۰۰ په شاوخوا کې لیکوالانو شکایت وکړ چې دا د تکثیر د حقوقو خلاف دی او دې قضیې تر ۲۰۰۹ کال پورې دوام وکړ. په ۲۰۰۹ کال کې ګوګل اړ شو څو دا برخه یوازې امریکا او کاناډا ته ځانګړې کړي، خو په ټوله کې د ګوګل کمپنۍ تر ټولو مهمه برخه د ګوګل پلټونکی ماشین دی، د معلوماتو له مخې له دې لارې ګوګل کمپنۍ هره ورځ میلیونونه ډالر ګټه کوي، ښايي د باور وړ نه وي، خو دا یو حقیقت دی.

ګوګل کمپنۍ د سافټ ویرونو د تولید په برخه کې هم ډېر کار کړی دی. ګوګل کروم عملیاتي سیستم، کروم پلټونکی، کرومیوم، ګوګل ارت، ګوګل پکج، پیکاسا، اسکچ آپ، جي تاک، ګوګل آپ انجن او نور یادولی شو.

اندراید عملیاتي سیستم پر پورته سافټ ویرونو سربېره بل هغه څه دي چې ګوګل کمپنۍ یې تولیدوي. دا عملیاتي  سیستم موبایلونو ته ځانګړی شوی دی او د نړۍ په ټولو موبایلونو کې له اپل کمپنۍ پرته کارول کېږي. د وروستیو معلوماتو له مخې، په نړۍ کې د ګوګل کمپنۍ تر ۱۰۰ میلیونه ډېر عملیاتي سیستم لرونکي موبایلونه شته دي. ګوګل د همدې کار په موخه موترولا کمپنۍ واخیسته څو د اندراید عملیاتي سیستم امتیاز خپل کړي.

ګوګل ارت هم هغه څه دي چې یاده کمپنۍ یې پیاوړې کړې ده. دا برخه د نړۍ نقشې ته ځانګړې شوې ده، کار یې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال کې پيل شو، په هغه وخت کې یې له شمالي امریکا د سپوږمکۍ په مرسته انځورونه واخیستل چې وروسته یې دا کار پراخ کړ او د ټولې نړۍ انځورونه یې واخستل او یوې نقشې ته یې راواړول.

جي مېل د دې کمپنۍ بله برخه ده، چې له دې لارې هم میلیونونه ډالر ګټي. دا برخه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۴ کال په اپرېل کې جوړه شوه. په ۲۰۰۷ کال کې دا برخه عامه شوه او هر چا کارولی شوی، چې وروسته یې بازار تود شو او هره میاشت ۱۴۶ میلیونو کسانو په یاده برخه کې ځان ته اکونټونه جوړول. دا برخه د ایمېل د لېږلو لپاره ځانګړې شوې برخه ده چې اوسمهال خپلو مشتریانو ته ۱۵ جې بي فضا ورکوي.

یوټیوب د ګوګل کمپنۍ بله برخه ده. دا برخه لومړی چاد هرلي جوړه کړه، چې وروسته د ۲۰۰۵ کال په مې میاشت کې ګوګل کمپنۍ د ۱۶۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له دوی واخیسته، دا برخه د ویډیوګانو شریکولو ته ځانګړې شوې ده. د وروستیو معلوماتو له مخې، په هره دقیقه کې د ۴۸ ساعتونو په ظرفیت ويډیوګانې یوټیوب ته پورته کېږي او په ورځ کې ۳ میلیارده کسان په یوټیوب کې د خپلې خوښې وړ ویډیوګانې ګوري.

ګوګل ډيرې نورې برخې هم لري، خو ډېرې پیسې د اعلاناتو له لارې پیدا کوي، له اعلاناتو راغلې پیسې د دغې کمپنۍ ۹۵ سلنه ګټه جوړوي. ګوګل پر بې موټروانه یا بې چلوونکي موټر میلیونونه ډالره پانګونه کړې ده او دمګړۍ په ازمایښتي ډول د کلفورنیا په سړکونو کې تګ راتګ کوي.

ګوګل کمپنۍ همدارنګه پر وړو الوتکو چې د کمپیوټر له لارې کنټرولېږي، ډېره پانګونه کړې ده او تر دې دمه په خپل دغې کار کې بریالي راوتلي دي. یاده کمپنۍ همدارنګه په بحرونو کې د لېږد را لېږد سترې پروژې لري او له هغې مېلیونونه ډالره ګټه تر لاسه کوي.

Previous Post

سکاټ مېلر: ځواکونه مو وځي، تاوتریخوالي ته د طالبانو ورګرځېدل به تېروتنه وي

Next Post

کرنې وزارت: په هېواد کې د چهارمغزو د تولید کچه نږدې ۱۵زره مټریک ټنو ته رسېدلې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

فولکس واگن
معلوماتي خپرونې

فولکس واگن

by Spogmai Radio
اگست 9, 2021
  پاناسونیک
معلوماتي خپرونې

  پاناسونیک

by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
فیسبوک
معلوماتي خپرونې

فیسبوک

by Spogmai Radio
جولای 26, 2021
توشیبا
معلوماتي خپرونې

توشیبا

by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
نیسان کمپنۍ
معلوماتي خپرونې

نیسان کمپنۍ

by Spogmai Radio
جولای 5, 2021
Next Post
کرنې وزارت: په هېواد کې د چهارمغزو د تولید کچه نږدې ۱۵زره مټریک ټنو ته رسېدلې

کرنې وزارت: په هېواد کې د چهارمغزو د تولید کچه نږدې ۱۵زره مټریک ټنو ته رسېدلې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کابل ښاریان راروان ژمي کې د هوا ککړتیا ته اندېښمن دي

کابل ښاریان راروان ژمي کې د هوا ککړتیا ته اندېښمن دي

نوومبر 11, 2024

امریکايي قاضي: بایډن دې ژر د کنګل شویو پيسو په اړه پرېکړه وکړي

جنوري 29, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved