د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل په تازه څرګندونو کې ویلي چې ناپېژانده وسله والو تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د لعل پورې ولسوالۍ په سدې سیمه کې د یوه کور مخې ته په دېره کې پر ناستو کسانو ډزې کړې دي او پنځه کسه یې وژلي دي. دده په وینا په پېښه کې درې کسه نور ټپیان هم دي. نوموړي دا نه دي ویلي چې برید چا کړی دی خو وایي په دې اړه یې پلټنې پيل کړې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
































