د راپورونو له مخې دمګړی په ټوله نړۍ کې دوه میلیونه او دوه سوه یو دیرش کسه په کرونا ویروس اخته دي. تر ډېره دغه کسان په امریکا کې دي. په دغه هېواد کې ۶۱۴۲۴۶ کسان په کرونا اخته شوي دي. له دې ډلې ۲۶۰۶۴ کسه د کرونا ویروس له امله په امریکا کې مړه شوي دي. په هسپانیا کې ۱۸۲۵۵ کسه، په ایټالیا کې ۲۱۰۶۷ کسه، په فرانسه کې ۱۵۷۲۹ کسه، په برېتانیا کې ۱۲۱۰۷ کسه او په ایران کې ۴۶۸۳ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي. همدا راز په پاکستان کې ۱۰۷ کسه، هند کې ۳۹۶ کسه، سعودي عربستان کې ۷۳ کسه او ترکیه کې ۱۴۰۳ کسه تر دې دمه کرونا مړه کړي دي.
































