د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي سر مفتش دفتر (سیګار) وايي چې د ۲۰۲۱ په لومړۍ برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې داخلي بریدونه ۸۲ سلنه زیات شوي دي. د سیګار دا تازه راپور د اپریل په ۲۹مه د امریکا کانګرس ته خپور شوی دی. په راپور کې راغلي دي چې په دغو بریدونو کې ۱۱۸ افغان امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳۹ نور ژوبل دي. په دغه راپور کې د ۲۰۲۱ د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اپریل تر ۳۱ پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې داخلي بریدونه ثبت شوي دي. دا بریدونه تېرکال د همدې مودې په مقایسه دوه برابره زیات شوي دي. راپور وايي د دا ډول ډېرو بریدونو تر شا وسله وال طالبان دي.
































